top of page

په پکتیکا او ننګرهار کې د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي

Writer: Zan News
Zan News
4 days ago
1 min read
Photo: Fardin Waezi/CC BY-NC-ND 2.0
Photo: Fardin Waezi/CC BY-NC-ND 2.0

سیمه‌ییزو سرچینو په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې په درېیو جلا پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون د درې کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


د کابل‌ناو رسنۍ د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د (تلې په ۲۴مه) د پکتیکا ولایت د سرروضې ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه کې د شاوخوا ۴۰ کلن سړي ټوټه شوی جسد موندل شوی دی.


د سرچینو په وینا، د دغه سړي لاسونه او پوزه پرې شوي او هویت یې تر اوسه نه دی معلوم شوی.


په یوه بله پېښه کې، د پکتیکا ولایت د وازي‌خوا ولسوالۍ د چتري په کلي کې یوه نجلۍ د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې پر مهال وژل شوې ده.


سرچینو ویلي چې د دې شخړې پر مهال د یوه لوري کسانو د مقابلې کورنۍ پر کور ډزې کړې چې په پایله کې یې دغه نجلۍ وژل شوې ده.


په همدې وخت کې، د ننګرهار ولایت په سرخ‌رود ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله‌والو د نثاراحمد ستومان په نوم یو ځوان په ډزو وژلی دی.


د سرچینو په وینا، ستومان د جمعې په ورځ په ننګرهار کې د «دوست» خصوصي راډیو په یوه پروګرام کې د مېلمه په توګه ګډون کړی و او کور ته تر ستنېدو وروسته په ډزو په نښه شوی دی.


په پکتیکا او ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر اوسه د دغو پېښو او د عاملانو د پېژندلو په اړه څه نه دي ویلي.


دا پېښې په داسې حال کې راپور کېږي چې طالبانو څو ځله په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت خبره کړې، خو د مرموزو وژنو او وسله‌والو تاوتریخوالو راپورونه لا هم له بېلابېلو ولایتونو څخه خپرېږي.

 
 
bottom of page