ملګري ملتونه: په ۲۰۲۷ کال کې به د افغانستان بشري ناورین لا پسې خراب شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به د نړیوالو مرستو د کمېدو، د کډوالو د پراخې ستنېدنې او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان بشري ناورین د پام وړ لا پسې سخت شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري چارو همغږي کوونکي، برونو لومارکیس، د جمعې په ورځ د (نومبر په ۶مه) په نیویارک کې وویل چې د بشري اړتیاوو زیاتوالی او د مالي سرچینو کمښت به د افغانستان د میلیونونو وګړو وضعیت لا ستونزمن کړي.
د هغه په وینا، له افغانستان سره بشري مرستې په ۲۰۲۳ کال کې له شاوخوا دوه میلیارده ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد ډالرو ته راکمې شوې دي او په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه یوازې ۵۷۰ میلیونه ډالره مرستې ترلاسه شوې دي.
لومارکیس همدارنګه ویلي چې په هېواد کې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له ۱۹۰۰ مرکزونو څخه شاوخوا ۷۰۰ مرکزونه د مالي سرچینو د کمښت له امله تړل شوي یا د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. دې وضعیت روغتیايي خدمتونو ته د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.
له بلې خوا، له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان ته د شاوخوا ۶.۷ میلیونو افغان وګړو ستنېدو پر عامه خدمتونو او د هېواد پر محدودو امکاناتو لا ډېر فشار راوستی دی.
ملګرو ملتونو همدارنګه ټینګار کړی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې پاتې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان په اوسنیو سختو شرایطو کې یوازې پرېنږدي او خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.






