ملګري ملتونه: ۷۸ سلنه د افغان ښځې او نجونې له زدهکړې او کاره محرومې دي
- Zan News

- Aug 18, 2025
- 2 min read

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی چې څلور کاله وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، د افغانستان ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې پاتې شوې دي؛ محرومیت چې پایلې یې د هغوی پر روغتیا، زدهکړو او امنیت باندې سخت اغېز لري.
په تازه راپور کې چې د دې بنسټ له خوا خپور شوی، ویل شوي چې ۷۸ سلنه د افغان ښځې او ځوانې نجونې له زدهکړې، کار او مسلکي روزنو محرومې دي؛ دا شمېر د هلکانو په پرتله څلور چنده لوړ دی.
د راپور پر بنسټ، د طالبانو سخت محدودیتونه پر د ښځو تګ راتګ او د طبي زدهکړو بندیز دې ته لاره هواره کړې چې ګڼ شمېر ښځې حتی د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي. په ډېرو مواردو کې روغتیایي خدمتونه په بشپړ ډول د هغوی له لاسرسي وتلي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د دغه حالت دوام کېدای شي تر ۲۰۲۶ پورې د وخت نه مخکې د امیندوارۍ په پېښو کې ۴۵ سلنه زیاتوالی او د میندو په مړینه کې له ۵۰ سلنې څخه ډېر لوړوالی رامنځته کړي.
له نورو پایلو څخه چې په راپور کې ورته اشاره شوې، د ماشومانو د واده د کچې لوړېدل، د فقر پراختیا او په کورنیو کې د رواني ستونزو زیاتوالی یاد شوي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د سختو محدودیتونو په لګولو سره، نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او ښځې له پوهنتونونو محرومې کړې دي. سره له دې چې نړیوالې ټولنې بیا بیا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د رعایت غوښتنه کړې، طالبانو تر اوسه هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړی.



