ملګري ملتونه: ۹۲ سلنه د افغانستان خلک د نجونو د زدهکړې غوښتونکي دي
- Zan News

- Aug 30, 2025
- 2 min read

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان مطلق اکثریت خلک، سره له دې چې طالبانو د نجونو زدهکړې منع کړې دي، بیا هم د هغوی د زدهکړې د حق ملاتړ کوي.
یاد راپور چې د جمعې په ورځ (د وږي ۷) خپور شوی، د کور په کور د یوې سروې پر بنسټ چمتو شوی چې له دوه زرو ډېر افغان وګړي پکې شامل وو.
موندنې ښيي چې ۹۲ سلنه ګډونوالو د نجونو د زدهکړې دوام «مهم» بللی دی. د نجونو د زدهکړې ملاتړ په کليو او ښارونو کې یو ډول پراخ دی؛ په کلیو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې، او په ښارونو کې ۹۵ سلنه ښځې او نارینه د نجونو د زدهکړې ملاتړ کوي.
سوزان فرګوسن، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې، ویلي: «دا لومړی څه دي چې نجونې یې موږ ته وایي، هغوی د زدهکړې تږي دي او یوازې غواړي د زدهکړې فرصت ولري.»
راپور همداراز د طالبانو د سختو محدودیتونو یادونه کړې چې د ښځو پر کار په نادولتي بنسټونو کې لګول شوي او ټینګار یې کړی چې دا بندیز د ښځو پر ورځني ژوند ژوره اغېزه کړې ده. د ۲۰۲۵ کال د جولای او اګست په میاشتو کې د یوې ټیلیفوني سروې پر بنسټ، شاوخوا ۹۷ سلنه ښځو ویلي چې دا محدودیتونه یې پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
له نیمایي ډېرو مرستندویه بنسټونو هم راپور ورکړی چې دغه محدودیتونه د هغوی وړتیا د ښځو او نجونو لپاره د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کمه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، درې پر څلورمه ښځې خپل رواني حالت «بد» یا «ډېر بد» بللی او یوازې ۴۱ سلنه ښځو ویلي چې په ورځ کې یو ځل له کوره وتلی شي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر د نارینهوو لپاره ۸۸ سلنه دی.
راپور ټینګار کړی چې سره له دغو سختو شرایطو، ۴۰ سلنه د افغانستان ښځې لا هم د داسې راتلونکي هیله لري چې پکې بدلون او برابري ممکن وي.



