top of page

هغه ورځ چې طب ته بریالۍ شوم؛ له کانکور محرومو نجونو ته پیغام

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • Jul 9
  • 1 min read

یادښت | ډاکټر کریمه اعظم، د شمال د معترضو ښځو غورځنګ مسووله

هغه ورځ چې د کانکور پایلې اعلان شوې، په افغانستان کې د انټرنېټ د کمزورۍ له امله مې ونه شو کولای خپله پایله وګورم. له خپلې ملګرې مې په مسکو کې وغوښتل چې پایله وګوري.


څو دقیقې وروسته یې زنګ وواهه او په خوښۍ یې وویل: «مبارک! د طب په رشته کې بریالۍ شوې یې.»


له ډېرې خوښۍ مې د خوشحالۍ اوښکې تویې کړې او د شکر سجده مې وکړه. د طب په رشته کې بریالیتوب زما د ژوند تر ټولو لویه هیله او مینه وه.


نن دا خاطره راپه یادوم، ځکه پوهېږم چې همدا هیله د افغانستان د زرګونو نجونو په زړونو کې ژوندۍ ده؛ هغه نجونې چې نن له زده‌کړو، کانکور او پوهنتون څخه محرومې شوې دي.


زه هم د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په کندز کې له زده‌کړو محرومه شوم. هغه وخت مې په کورنیو ښوونځیو او د ملا په حضور کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ. له ټولو ستونزو سره سره، هېڅکله مې خپله هیله له لاسه ورنه کړه.


د افغانستان ټولو نجونو ته وایم:

هېڅکله له خپلو خوبونو لاس مه اخلئ. هیله د هرې بریا لومړی ګام دی.

هېڅ حالت تلپاتې نه دی. یوه ورځ به راشي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د دې خاورې د ټولو نجونو پر مخ بیا پرانیستل شي او تاسو به په عزت او سرلوړۍ خپلو هیلو ته ورسېږئ.

 
 
bottom of page