top of page

هغه ټپونه چې نه لیدل کېږي؛ د یوې افغانې محصلې روایت

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 14 hours ago
  • 5 min read
Afghans in Pakistan
Symbolic image: AI-generated / Zan TV

لیکواله: مرسل قیصاري

کله ناکله له ځان سره فکر کوم، ښايي تر ټولو دروند شی چې یو افغان کډوال یې له ځان سره وړي، نه پاسپورټ وي، نه ویزه او نه هم هغه بکس چې له وطنه یې راوړی وي. تر ټولو دروند بار، افغان‌والی دی.


زه په پاکستان کې د نړیوالو اړیکو د درېیم کال محصله یم. د هرې بلې محصلې په څېر، سهار ټولګي ته ځم، د شپې تر ناوخته درس وایم، د ازموینو لپاره اندېښنه لرم، کورنۍ مې یادېږي او د یوه ښه راتلونکي لپاره هڅه کوم.


زما او د ټولګیوالو ترمنځ تر ټولو لوی توپیر په یوه شي کې دی: هر ځل چې له ما پوښتنه کېږي «د کوم ځای یې؟»، زما ځواب د هغوی لپاره یوازې یو ساده ځواب نه وي او کله ناکله د یوه ناسم برداشت په پیل بدلېږي.


څو میاشتې مخکې، کله چې د خپلې خور له کوره لیلیې ته ستنېدم، ټکسي په یوه پلټن‌ځای کې ودرول شوه.


د پولیسو مأمور په پیل کې له موټر چلوونکي سره خبرې کولې چې سترګې یې پر ما ولګېدې. نه پوهېږم څنګه، خو فکر کوم پوه شو چې د پاکستان نه یم.


هغه رانه ونه پوښتل چې د کوم ځای یم؛ یوازې یې وویل: «فکر کوم ته افغانه یې.»


سره له دې چې ټول قانوني اسناد مې له ځان سره وو، خو ځکه چې یوازې وم، زړه مې ولړزېد.


ومې ویل: «هو، افغانه یم.»


له هغې وروسته یې یو په بل پسې زما اسناد وغوښتل. لومړی مې د محصلۍ کارت او د لیلیې کارت وروښود، څو پوه شي چې نړیواله محصله یم او په قانوني ډول په پاکستان کې ژوند کوم. خو هغه ټینګار وکړ او ویې ویل: «قانوني اسناد.»


موخه یې ویزه او د پولیسو د ثبت پاڼه وه. نېکمرغه وم چې ټول مې له ځان سره لرل او هغه ته مې وروښودل.


پوهېږم چې د اسنادو څېړل د امنیتي ځواکونو د دندې برخه ده او هېڅ هېواد د قانون له پلي کولو پرته خپل امنیت نه شي ساتلای. زه هم د یوې نړیوالې محصلې په توګه قانون ته درناوی خپله دنده ګڼم. خو هغه څه چې زه یې وځورولم، خپله قانون نه و، بلکې هغه احساس و چې د قانون د پلي کېدو پر مهال مې تجربه کړ.


په هغو څو دقیقو کې مې احساس وکړ چې تر دې مخکې چې ما د یوې محصلې په توګه وویني، د یوې افغانې په توګه یې ولیدم. داسې مې احساس کاوه چې باید ثابته کړم د هېچا لپاره خطر نه یم.


زما د اسنادو تر څېړلو وروسته، هغوی اسناد بل مأمور ته هم وروښودل او د ټولو اسنادو عکسونه یې واخیستل. ان ونه توانېدم وپوښتم چې ولې. وروسته یې اسناد بېرته راکړل او ویې ویل: «تلای شې.»


هغه شپه تېره شوه او ما فکر وکړ، ښايي دا یوازې یوه تصادفي پېښه وه چې یو ځل رامنځته شوه او بیا به تکرار نه شي؛ خو څو اوونۍ وروسته هماغه پېښه بیا وشوه.


یو ځل بیا د خپلې خور له کوره ستنېدم. زه ډېر کم له پوهنتون او لیلیې څخه یوازې وځم، خو هغه ورځ د خور د زېږون ورځ وه او غوښتل مې ورسره واوسم، څو د یوازیتوب او له کورنۍ څخه د لرېوالي احساس یې لږ شي. اړ وم چې شپه بېرته ستنه شم، ځکه د سمسټر وروستۍ ازموینې نږدې وې.


په لاره کې ټکسي یو ځل بیا ودرول شوه. دا ځل د پولیسو مأمور رانه وپوښتل: «د کوم ځای یې؟»


لومړی مې وویل: «نړیواله محصله یم.»


هغه موسکی شو او بیا یې وپوښتل: «د کوم هېواد؟»


یوه شېبه چوپه شوم، ځکه پوهېدم چې څه راته په تمه دي.


ومې ویل: «د افغانستان یم.»


هغه سمدستي زما اسناد وغوښتل. بدمرغي مې دا وه چې د تمدید شوې ویزې چاپ شوې نسخه مې له ځان سره نه لرله او یوازې فایل یې په موبایل کې و.


کله چې مې د موبایل په فولډرونو کې فایل لټاوه، لاسونه مې لړزېدل؛ نه ځکه چې سند مې نه درلود، بلکې نه مې غوښتل ان د څو دقیقو لپاره څوک فکر وکړي چې حضور مې غیرقانوني دی.


له هغې ورځې وروسته مې څو ځله له ځان څخه پوښتلي دي: ولې موږ افغانان تل داسې احساس کوو چې باید تر نورو ډېر خپل ځانونه تشریح کړو؟ ولې کله ناکله اړ یو چې تر دې مخکې چې خپل شخصیت، زده‌کړې او هیلې معرفي کړو، د خپل حضور د قانوني‌والي په اړه خبرې وکړو؟


افغانستان له کلونو راهیسې د نړۍ په ذهن کې له جګړې، ځانمرګو بریدونو، کډوالۍ، طالبانو او بحران سره پېژندل کېږي. دا انځور دومره تکرار شوی چې کله ناکله هېرېږي، افغانستان یوازې جګړه نه ده.


افغانستان هغه زرګونه محصلان دي چې د نړۍ په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.


افغانستان هغه نجلۍ ده چې له ټولو ستونزو سره سره لا هم د زده‌کړو لپاره مبارزه کوي.


افغانستان هغه ځوانان دي چې یوازینۍ هیله یې دا ده، یوه ورځ د دوی د هېواد نوم له علم او انسانیت سره وپېژندل شي، نه د جګړې له خبرونو سره.


زموږ درد دا نه دی چې اسناد راڅخه وغوښتل شي یا قانون پلی شي. زموږ درد دا دی چې کله ناکله داسې احساس کوو چې زموږ ملیت، مخکې له دې چې یوازې یو ملیت وي، په یوه مخکېني قضاوت بدل شوی دی.


ښايي هېڅوک هغه لنډ نظر، هغه څو ثانیه‌ییز ځنډ یا د غږ بدلېدل ونه ویني؛ خو د هغه چا لپاره چې څو ځله یې تجربه کړې، هر یو یې یو کوچنی ټپ دی؛ داسې ټپونه چې نه لیدل کېږي، خو ورو ورو د انسان په زړه کې راټولېږي.


له دې ټولو سره سره، زه لا هم په ویاړ وایم چې افغانه یم.


زه له افغانستان سره، له ټولو ټپونو سره یې، تړاو لرم.


پر خپلې ژبې، کلتور، خلکو او خاطرو ویاړم.


خو کله ناکله هیله کوم، یوه ورځ راشي چې څوک رانه وپوښتي «د کوم ځای یې؟» او زه په موسکا ووایم «افغانستان»، هېڅ شی بدل نه شي؛ نه یې نظر، نه یې لحن او نه هغه واټن چې ناڅاپه زموږ ترمنځ رامنځته کېږي.


زه نه غواړم څوک زما د افغان‌والي له امله پر ما زړه وسوځوي.


یوازې هیله لرم، یوه ورځ افغان‌والی نه د ترحم لامل وي او نه د شک پلمه.


یوازې یو ملیت وي؛ لکه څنګه چې د هر بل انسان ملیت یوازې د هغه د هویت یوه برخه ده، نه د شخصیت په اړه یې حکم.


ښايي د یوې افغانې نجلۍ تر ټولو ستره هیله له وېرې پرته ژوند وي.


ښايي تر دې هم لویه هیله دا وي چې یوه ورځ، د نړۍ په هر ځای کې ترې وپوښتل شي «د کوم ځای یې؟»، په ویاړ ووایي «افغانستان» او یوازینی ځواب چې ترلاسه کوي، یوه عادي موسکا وي؛ نه داسې نظر چې هغه اړ کړي یو ځل بیا ثابته کړي چې یوازې محصله ده، یوازې انسانه ده او له افغان‌والي پرته بله هېڅ ګناه نه لري.

 
 
bottom of page