هېر شوي کډوال؛ کله چې ګدایي یوازینی لاره شي
- Ariahn Raya
- Sep 2
- 3 min read

د افغان کډوالو د جبري ایستلو د لوی څپې وروسته له ایران څخه، اوس د هرات کوڅې د هغو غمجن مخونو شاهد دي چې لوږه، بېکورهتوب او ناچارۍ یې ګدایي کولو ته اړ کړي دي؛ په داسې هېواد کې چې خپله هم له فقر، بیکارۍ او ژورو اقتصادي کړکېچونو سره مخ دی.
د شمېرو له مخې، په وروستیو شپږو میاشتو کې له یوې میلیونو زیات افغان کډوال په جبري ډول له ایران څخه ایستل شوي دي. ډېری له دغو کورنیو بې له دې چې سرپناه، مالي ملاتړ او یا د نوي ژوند د پیل کومه طرحه ولري، اوس د کوڅو په اوږدو کې خلکو ته د مرستې لاس غځوي.
«زن نیوز» له دریو هغو کورنیو سره خبرې کړي دي چې تازه له ایران څخه ایستل شوي دي؛ تریخ روایتونه له نادارۍ، بېپناهۍ او د هیلې له ورکېدو څخه.
سهیلا، اووه لس کلنه نجلۍ ده چې د خپلې مور او دوو وړو وروڼو سره د هرات په کوڅو کې د شپې ګدایي کوي. هغوی شپږ کاله په تهران کې ژوند کړی و او مور او لور د ایران په کورونو کې مزدوري کوله.
خو اوس له هېواده ایستل شوي او په داسې ښار کې بېپناه پاتې دي چې نه څوک پېژني او نه هم د کار زمینه ورته شته.
سهیلا د اوښکو ډکو سترګو سره «زن نیوز» ته وویل: «موږ شپږ کاله په تهران کې وو. زه او مور مې د خلکو کورونه صفا کول. کله چې موږ وشړل شو، په نادارۍ کې پاتې شو. دلته د ښځو لپاره کار نشته. اړ یو چې ګدایي وکړو. درې شپې کېږي چې څه مو نه دي خوړلي. په افغانستان کې هم څوک نه لرو.»
د سهیلا مور، زرغونه، خپلې اوښکې نه شوه پټولای. هغې د ژړا له درده ډک غږ سره وویل: «میړه مې په جګړه کې وژل شوی و. هغه د اردو سرتېری و. وروسته قاچاقي ایران ته ولاړو. اوس بېرته راګرځېدلي یو خو هېڅ چاره نه لرو. نه دلته څوک لرو او نه پیسې چې بېرته مزار ته ستانه شو.»
شبانه، بله منځنۍ عمر لرونکې ښځه ده چې د خپل مېړه او د خپلې نجلۍ سره د کوڅې پر غاړه په ګدایي شوې ده. هغې وویل، هېڅ یوه یې کار نه دی موندلی او همدې مجبورۍ او نادارۍ له امله، لس ورځې کېږي چې د شپې ډوډۍ د برابرولو لپاره خلکو ته لاس غځوي.
هغې «زن نیوز» ته د خپل ژوند او کړاوونو په اړه وویل: «مېړه مې هره ورځ د کار پسې ګرځي، خو څه نه پیدا کېږي. زه هم د خلکو کورونو ته ولاړم د کار لپاره، وویل یې کار نشته. لس ورځې کېږي چې ګدایي کوو. دولت یوازې په سرحد کې شپږ زره افغانۍ راکړې، چې د لارې کرایه هم پرې بسنه ونه کړه.»
«زه د عزت کار غواړم، نه ترحم»
لیلما له خپلو دوو وړو ماشومانو سره د هرات د ۶۴ متره سړک پر غاړه د نیمې شپې شاوخوا ناسته ده. هغې وویل بېسرپرسته ده او مېړه یې چې په نشه روږدی و، د شړل کېدو وروسته نادرکه شوی دی.
هغې زیاته کړه، اوس یوازینی لاره چې د خپلو ماشومانو د خېټې ډوډۍ پوره کړي، همدا ګدایي ده: «هیڅ څوک دلته نه لرم. کار نشته. د خپلو ماشومانو د خېټې لپاره دلته ناسته یم. زما غوښتنه دا ده چې دولت راته د عزت کار پیدا کړي، زه ترحم نه غواړم.»
د تبعید پای، د یوې غمیزې پیل
د افغان کډوالو ستنېدل له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران څخه، که بې له کوم پلان ترسره شي، یوازې فقر او سرګرداني په ځان پسې لري. هغه کورنۍ چې له زرو هيلو او د جګړې، فقر او ناامنۍ له وېري بهر ته تښتېدلې وې، اوس له تشو لاسونو او مبهم راتلونکي سره هېواد ته راګرځېدلې دي.
د کار د فرصتونو، سرپناه او د ملاتړ د خدمتونو د نشتون له امله، دغه کډوال نه يوازې په پرديسۍ کې شړل شوي، بلکې په خپل وطن کې هم هېر شوي دي.



