پر کنړ د پاکستان راکټي بریدونه؛ ۴ تنه مړه او ۷۰ نور ټپیان
- Maryam Naiby
- 2 hours ago
- 1 min read

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې د پاکستان د پوځ د راکټي او هاوان بریدونو له امله د کنړ ولایت په ځینو برخو کې څلور کسان مړه شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
د فطرت په وینا، دا بریدونه نن دوشنبه (د غويي ۷مه) د ماسپښین وروسته د اسعدآباد مرکز او د منورې ولسوالۍ پر ځینو سیمو ترسره شوي دي.
هغه زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې استوګنیزې سیمې، تعلیمي تاسیسات او د سید جمالالدین افغان پوهنتون هم په نښه شوي دي.
د فطرت په خبره، په قربانیانو او ټپیانو کې یوه ښځه، ماشومان او شاوخوا ۳۰ محصلین هم شامل دي.
فطرت دا بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو، تعلیمي مرکزونو او عامه تاسیساتو په نښه کول د نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده. هغه زیاته کړې چې دا ډول کړنې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د خلکو د لا زیاتې کړاو لامل کېږي.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې کنړ او ننګرهار څو ځله د پاکستان د پوځ د راکټي، توپچي او هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
دا برید د افغانستان ختیځ ته د پاکستان د سرحدي بریدونو وروستۍ بېلګه ده. پاکستان معمولاً دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې عملیات بولي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي او دا بریدونه «د ملي حاکمیت نقض» او «پر ملکي وګړو تېری» ګڼي.
تر اوسه پاکستان د نن ورځې د دې برید په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



