پنځه کاله له زدهکړو محرومیت؛ د هغو نجونو روایت چې ښوونځی یې له سخت کار سره بدل کړ
- Ariahn Raya
- May 13
- 4 min read

د نجونو له زدهکړو محرومیت پنځم کال ته داخل شو؛ هغه کلونه چې د ډېرو نجونو زدهکوونکو لپاره له اجباري ودونو، د رواني ستونزو له زیاتېدو، سختو کارونو، انزوا، سرګردانۍ او د زدهکړو او خپلو هیلو له لارې د لرې پاتې کېدو سره مل وو.
د طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو او د دې ډلې د انحصاري واک له ټینګښت سره هممهاله، نږدې پنځه کاله کېږي چې نجونې له زدهکړو محرومې دي. یو شمېر نجونې، له کلونو انتظار وروسته د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستل کېدو لپاره، اوس سختو کارونو ته مخه کړې او وايي چې د زدهکړو بندیز یې د تحصیل له خوبه لرې کړې او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې مبارزې ته اړ کړې دي.
دا زدهکوونکې په داسې حال کې د ښوونځي له خاطرو او خپلې خواشینۍ خبرې کوي چې نور د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو او د درسونو د بیا پیل لپاره ډېره هیله نه لري.
هغوی وايي، پنځه له لاسه تللي کلونه نه جبرانېدونکي دي او له اوږده انتظار وروسته اړې شوې چې قالینبافۍ، خیاطۍ، لاسپلورنې او لاسدوزۍ ته مخه کړي؛ هغه کارونه چې د لږ مزد په بدل کې او له ډېرو ستونزو سره یې ترسره کوي.
عزیزه له هغو زدهکوونکو څخه ده چې په نهم ټولګي کې یې درس لوست. که ښوونځی نه وای تړل شوی، اوس به د خیاطۍ د مېز تر شا د ناستې پر ځای، د پوهنتون په لومړي کال کې په خپلو درسونو بوخته وای. هغه وايي اړ شوې چې خیاطي وکړي، څو له هغې خپګان سره مقابله وکړي چې له زدهکړو د محرومیت وروسته ورسره مخ شوې ده.
عزیزه د خیاطۍ د کار له ستونزو وايي:
«له سهار اوو بجو د خیاطۍ کار پیلوم تر څلور بجو د ماسپښین پورې. ځینې وختونه حتی د غرمې ډوډۍ هم رانه هېرېږي او ډوډۍ نه شم خوړلای؛ ځکه مجبوره یم کار وکړم. په دې وروستیو کې د خوبونو اوبدلو هېڅ خبره نشته. ګواکې بشپړه ستړې شوې یم او یوازې ژوند تېرووم. نه درس شته، نه ښوونځی؛ یوازې ځم، کار کوم او بېرته کور ته راځم.»
عزیزه د ښوونځي خاطرې او هغه ورځې چې له خپلو ټولګیوالو سره یې تېرې کړې، د خپل عمر تر ټولو ښې ورځې بولي. هغه وايي که نجونو پوهېدلای چې نور ښوونځي ته نه شي تلای، ښکلې خاطرې به یې جوړې کړې وای او له هېڅ امتحانه به یې شکایت نه کاوه.
هغه وايي:
«د ښوونځي له دورې یوه ښکلې خاطره چې په دې پنځو کلونو کې هر ځل لکه یوه ځلا ذهن ته راځي، دا ده چې یوه ورځ له خپلو ملګرو سره د ښوونځي په انګړ کې ګرځېدو. له هغه دردناک چاودنې وروسته چې زموږ په ښوونځي کې شوې وه، پر دېوالونو ډېرې جملې لیکل شوې وې او موږ به هغه جملې په لوړ غږ لوستلې. یوه جمله چې هېڅکله مې نه هېریږي دا وه: اې وطنه، تا به جوړوم، په پای کې به دې خپله جوړوم.»
عزیزه زیاتوي:
«نه پوهېږم څنګه ووایم چې د ښوونځي تګ ته څومره زړه تنګی یم او د خپلو ټولګیوالو له ټوکو، خبرو او خنداګانو څومره محرومه شوې یم. تر ټولو مهمه دا چې د امتحانونو د فشار او اندېښنو لپاره ډېر زړه تنګی یم. که پوهېدلې وای چې داسې ورځ به راځي، هېڅکله به مو له امتحانه شکایت نه کاوه.»
نیلوفر یوه بله زدهکوونکې ده چې سختو کارونو ته یې مخه کړې او له سهاره تر ماښامه قالین اوبي. هغه د خپل زاړه پلار تر څنګ او په سختو اقتصادي شرایطو کې کار کوي، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
نیلوفر، په داسې حال کې چې د ښوونځي او پوهنتون ته د تګ ارمان لري، د قالینبافۍ د ستونزو په اړه داسې وايي: «د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته اړ شوم قالین ووبم. قالینبافي ډېر سخت کار دی او ان څو ځله یې ټپي کړې یم. خو مجبوره یم کار وکړم؛ ځکه باید له خپل زاړه پلار سره، چې د کار توان نه لري، مرسته وکړم او هم ځان له خپګانه وژغورم.»
نیلوفر لا هم هیله لري چې یوه ورځ بېرته خپل درسونه پیل کړي، خو نه پوهېږي چې د ښوونځیو له بیا پرانیستل کېدو وروسته باید له کوم ټولګي څخه پیل وکړي.
هغه وايي:
«نږدې پنځه کاله کېږي چې ښوونځي ته له تګ محرومه یم، خو هیله لرم یوه ورځ د ښوونځي دروازې د نجونو پر مخ خلاصې شي او موږ بېرته وکولای شو خپلو درسونو ته دوام ورکړو. په عین حال کې اندېښنه لرم چې کله ښوونځي پرانیستل شي، باید له کوم ټولګي څخه پیل وکړم. هیله مې لرله پوهنتون ته لاړه شم او د حقوقو په برخه کې زدهکړې وکړم، خو خپلو هیلو ته رسېدل مې اوږد شوي دي. له دې سره هم ډاډه یم چې یوه ورځ به خپلو هیلو ته ورسېږم. له همدې امله کله ناکله خپلو د ښوونځي کتابونو ته ورځم او څو پاڼې یې لولم، څو د ښوونځي خوږې خاطرې راژوندۍ کړم.»
آسنات د شپږم ټولګي زدهکوونکې ده او د طالبانو لهخوا د لګول شوي محدودیت له مخې، سږ کال به یې وروستی تعلیمي کال وي. هغه په اندېښنه وايي:
«سږ کال وروستی کال دی چې ښوونځي ته ځم او له همدې امله ډېره خواشینۍ یم. زه هیله لرم انجنیره شم او خپل خلکو ته خدمت وکړم. له همدې امله غواړم طالبان د نجونو د ښوونځي تګ مخه ونه نیسي.»
مرضیه یوه بله له ښوونځي پاتې شوې نجلۍ ده. هغه هم له اوږده انتظار وروسته اړ شوې چې خیاطي وکړي؛ داسې کار چې د درس او ښوونځي هېرولو لامل یې شوی او د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره یې مبارزې ته اړ کړې ده. مرضیه هم د یو شمېر نورو زدهکوونکو په څېر د ښوونځي او خپلو ټولګیوالو لپاره زړه تنګی ده او وايي نور د ښوونځي د دروازو د خلاصېدو هیله نه لري.
هغه وايي: «د خیاطۍ کار ډېر سخت دی. تمه مې نه لرله چې یوه ورځ به دې کار ته مجبوره شم. غوښتل مې ډاکتره شم او د جامو د ګنډلو پر ځای خپل سپین چپن واغوندم، خو ناڅاپه هر څه له منځه ولاړل. زموږ پنځه کاله بېځایه تېر شول او دا موضوع نه جبرانېدونکې ده. نور هیله نه لرم چې د ښوونځي دروازې خلاصې شي او نجونې درس ووایي.»
له زدهکړو د محرومو نجونو ترخه روایت د داسې شاتګ ښکارندویي کوي چې پایلې یې یوازې د هغوی تر فردي ژوند نه محدودېږي، بلکې د ټولنې راتلونکی هم اغېزمنوي.
دا په داسې حال کې ده چې نجونې زدهکوونکې وايي، په تېرو پنځو کلونو کې له ښوونځي د نجونو محرومیت د خلکو ترمنځ عادي شوی او عامه چوپتیا د دې وضعیت دوام اسانه کړی دی.



