په افغانستان کې سېلابونه؛ په تېرو دوو اوونیو کې ۱۵۷ کسان مړه شوي
- Zan News

- 5 days ago
- 1 min read

د طالبانو د له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره وايي چې د وري له ۶مې تر اوسه، لږ تر لږه ۱۵۷ کسان د سېلابونو او اړوندو پېښو له امله مړه شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوه تازه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دا تلفات د سېلابونو، سختو بارانونو، واورو ورېدو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.
د هغه په وینا، په دې موده کې ۲۲۹ کسان ټپیان شوي او ۹ تنه لا هم ورک دي. هغه زیاته کړې چې ۸۰ کورونه په بشپړ ډول او ۶۲۶ کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.
حماد زیاته کړې چې په ټولیز ډول ۸۵۲۶ کورونه په بشپړ او نسبي ډول ویجاړ شوي او ۳۷۲ کیلومتره سړک له منځه تللی دی. د هغه په خبره، ۶ کیلومتره سړک، ۱۷۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۱۸ نیالګي هم له منځه تللي دي.
هغه دا هم ویلي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه شوي، ۱۳ ټپیان شوي او یو تن ورک دی.



