په افغانستان کې ښځینه خبریالانې؛ محدودیتونه، ګواښونه او چوپتیا
- Ariahn Raya
- Apr 1
- 2 min read

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان رسنیز فضا له بېسارې محدودیتونو سره مخ شوې ده؛ داسې محدودیتونه چې تر ټولو ډېر اغېز یې پر ښځینه خبریالانو شوی دی. د ښځو د کار منع، امنیتي فشارونه او پراخ سانسور لامل شوي چې ډېری ښځینه خبریالانې خپلې دندې له لاسه ورکړي او د هېواد رسنۍ په تدریجي ډول یوجنسیتي جوړښت ته ولاړې شي.
ښځینه خبریالانې وايي، که څه هم د هغوی عاید له رسنیو څخه لږ و، خو هماغه کم معاش هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې مهم رول درلود.
شکیلا یونسي، یوه خبریاله، له زننیوز سره په خبرو کې وايي: «اوس یوازې په کور کې ناسته یم. که مې مېړه شپه دوه ډوډۍ راوړای شي، ښه ده؛ که نه، موږ ټول وږي ویده کېږو.»
مرسل ابراهیمي، بله خبریاله، وايي چې د طالبانو لهخوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو له بندیز وروسته یې په یوه تصویري رسنۍ کې خپله دنده له لاسه ورکړې ده: «د امر بالمعروف ادارې زموږ په ولایت کې د رسنۍ له مالک سره اړیکه ونیوله او ویې ویل چې د ژوندیو موجوداتو د انځور خپرول اجازه نه لري او حرام دي، په ځانګړي ډول د ښځو انځور. اوس بېکاره یم.»
کرشمه، بله خبریاله له د هېواد د سوېل لوېدیځ څخه، وايي: «طالبانو زه په زور له رسنۍ وایستلم او ویې ویل چې د فعالیت حق نه لرم، ځکه چې ښځه یم.»
نازیلا فروتن، بله خبریاله، هم د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند خبر ورکوي: «طالبانو د فلماخیستنې پر مهال زما کمره ماته کړه او راته یې خبرداری راکړ چې که له کار او راپور جوړولو لاس وانخلم، له ما سره به چلند وکړي. له هغه وروسته مې نور ونه شو کولای خپل کار ته دوام ورکړم.»
د طالبانو فشار یوازې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې نه دی، بلکې د رسنیو مالکین هم له ګواښونو، سانسور او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د لوېدیځ زون یو د رسنیو مالک، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، وايي: «طالبان رسنۍ د خپل تبلیغاتي وسیلې په توګه غواړي. راته یې وویل چې یوازې د دولت ګټې خپرې کړه، او کله چې مې ونه منله، اړ شوم د رسنۍ فعالیت ودرووم.»
همداراز، د هېواد د سوېل زون یو بل د رسنیو مالک وايي: «طالبان رسنۍ خپل دښمن بولي. اوس نور هېڅ نه دي پاتې، پرته له دې چې موږ ته امر کوي یا د دوی په ګټه فعالیت وکړو او یا هم کار پرېږدو.»
د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه ټینګار کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور په څرګند ډول کم شوی دی. د یو رسنیز ملاتړي بنسټ د دفتر د شمېرو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې یوازې ۹۶۳ ښځینه خبریالانې فعالیت لري، په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال له ۲۵۰۰ څخه ډېرې ښځینه خبریالانې په فعاله توګه په رسنیو کې حضور درلود.
دا شمېرې او روایتونه ښيي چې د طالبانو تګلارې نه یوازې د ښځینه خبریالانو د کار حق او د بیان ازادي په نښه کړې، بلکې د خلکو د خپلواکو او متوازنو معلوماتو لاسرسی یې هم سخت محدود کړی دی. د ښځینه خبریالانو د غږ چوپتیا او د رسنیو یوجنسیتي کېدل د افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ او ټولنیز شفافیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.



