په افغانستان کې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له تر ټولو شدید ډول سره مخ دي
- Zan News

- 1 hour ago
- 2 min read

ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له یوه خطرناک ډول، یعنې «شدیدې لاغرۍ» سره مخ دي او نږدې یو میلیون یې د دې حالت په تر ټولو شدید او ژوند ګواښوونکي ډول اخته دي.
د ملګرو ملتونو د هغه راپور له مخې چې د سهشنبې په ورځ، د اګست په (۲۵مه) خپور شوی، یونیسف ویلي چې له دوو کلونو کم عمره ماشومان د شدیدې حادې خوارځواکۍ د پېښو ۸۳ سلنه جوړوي.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د افغانستان د سوېل په ځینو برخو کې روغتونونه د شدیدې خوارځواکۍ له امله د ناروغو ماشومانو د شمېر له زیاتوالي سره مخ دي، داسې چې د هر بستر لپاره درې تر څلورو ماشومانو درملنې ته اړتیا لري.
د هغو ماشومانو شمېر چې د شدیدې حادې خوارځواکۍ او روغتیایي عوارضو له امله په روغتونونو کې بستر شوي، د تېر کال په پرتله یو پر درېیمه زیات شوی دی. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال په جولای کې له ۶ زرو څخه د ۲۰۲۶ کال په جولای کې ۸ زرو ته رسېدلی دی.
ملګرو ملتونو پرلهپسې وچکالۍ، سخت اورښتونه او سېلابونه، سیمهییزه بېثباتي او له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته د څه باندې شپږ میلیون کسانو د بېرته ستنېدو فشار، د دې بحران د ژورېدو له عواملو بللي دي.
یونیسف وایي، ډېرې کورنۍ نور د خپلو ماشومانو لپاره د کافي او مغذي خوړو د برابرولو توان نه لري او د خوړو وعدې کوچنۍ، کمې او د غذایي موادو له پلوه محدودې شوې دي. دغه بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د ځینو ماشومانو لومړني خواړه په شپږ میاشتني عمر کې ښايي یوازې ډوډۍ له چای یا رقیقو مستو سره وي.
د بشري مرستو کمېدل هم د ماشومانو د درملنې بهیر له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی. د راپور له مخې، په روان کال کې د ۲۰۲۵ کال په پرتله د شدیدې لاغرۍ د اخته ماشومانو د درملنې له ۱۰۰ ډېر مرکزونه تړل شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې پروګرام تر اوسه یوازې ۲۲ سلنه هغه ۱۸۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي چې د روان کال د فعالیتونو لپاره ورته اړتیا لري.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین اویواله ویلي، باید تر هغه انتظار ونه شي چې یو ماشوم داسې پړاو ته ورسېږي چې «ډېر سخت لاغر او د روغتون پر بستر پروت» وي. هغه ټینګار کړی چې پر وخت مداخله هم د ماشومانو ژوند ژغوري او هم د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې په پرتله لږ لګښت لري.
د خوارځواکۍ بحران په داسې حال کې لا ژورېږي چې افغان کورنۍ له بېوزلۍ، جبري بېرته ستنېدو، د بشري مرستو له کمېدو او روغتیایي خدمتونو ته له محدود لاسرسي سره مخ دي، هغه شرایط چې تر ټولو ډېر ماشومان له خطر سره مخ کوي.






