په هرات کې د زندهبانان مارکېټ ته د ښځو د ننوتلو مخنیوی
- Ariahn Raya
- 5 minutes ago
- 2 min read

په هرات کې ولسي سرچینې وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو د دوشنبې په ورځ د (وږي په ۲مه) د هرات ښار زندهبانان مارکېټ ته د ښځو د ننوتلو مخه نیولې ده. هغو ښځو چې له زننیوز سره خبرې کړې، ویلي چې حتی د خپلو ماشومانو لپاره د جامو او د کورنۍ د اړتیا وړ توکو د اخیستو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.
مریلا پژواک، د هرات یوه اوسېدونکې چې د خپلو ماشومانو لپاره د جامو اخیستو په موخه دغه مارکېټ ته تللې وه، زننیوز ته وایي، د امر بالمعروف دوو کارکوونکو او د طالبانو یوه بل کس د مارکېټ په دروازه کې د هغې د ننوتلو مخه نیولې ده.
هغې وایي: «نن زندهبانان مارکېټ ته لاړم چې خپلو دوو ماشومانو ته جامې واخلم، خو د امر بالمعروف دوو کارکوونکو او یو بل کس چې هغه هم طالب و او د بلې ادارې جامې یې اغوستې وې، وویل ښځې مارکېټ ته د ننوتلو اجازه نه لري.»
مریلا زیاتوي: «هر څومره مې هڅه وکړه چې طالبان راضي کړم او اجازه راکړي مارکېټ ته دننه شم، ویل یې تاسو ښځې یاست او مارکېټ ته د ننوتلو حق نه لرئ.»
په همدې حال کې، صفیه او مهناز، په هرات کې دوه نورې ښځې، هم د طالبانو له سپکوونکي او ملنډو وهونکي چلند څخه شکایت کوي. هغوی وایي، سره له دې چې چادري یې اغوستې وه، زندهبانان مارکېټ ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
هغوی زننیوز ته وایي: «نن موږ دواړه یوځای لاړو چې له زندهبانان مارکېټ څخه جامې او بوټان واخلو. ماسپښین و چې مارکېټ ته ورسېدو. طالبان د دروازې مخې ته ولاړ وو او ویې ویل چې ښځې مارکېټ ته د ننوتلو اجازه نه لري.»
د دغو دوو ښځو په وینا، کله چې یې وویل د خرید لپاره مارکېټ ته راغلې دي، یوه طالب په ملنډو ورته ځواب ورکړ.
مهناز وایي: «موږ وویل د خرید لپاره راغلې یو، یوه طالب په ملنډو وویل: ولې، نورې ښځې واده ته راځي؟»
هغې دا هم ویلي چې یوه طالب ورته ویلي، ښايي په راتلونکو ورځو کې پر ښځو محدودیتونه نور هم زیات شي.
مهناز زننیوز ته وایي: «هغوی وویل، څو ورځې وروسته ښايي تاسو له کوره بهر د خرید حق هم ونه لرئ. ښځه له خرید سره څه کار لري؟ ځه خاله، په خپل کور کې کېنه.»
صفیه هم وایي، دغه چلند ورته «دروند او دردناک» و.
هغې وایي: «نن ډېر خپه شوم، کله مې چې ولیدل طالبان حتی موږ ته اجازه نه راکوي چې د مارکېټ له دوکانونو خرید وکړو. رښتیا هم طالبانو ژوند ډېر سخت کړی او موږ ښځې داسې احساس کوو لکه په قفس او زندان کې چې یو.»
دغه مرکز ته د ښځو د ننوتلو د مخنیوي راپور داسې مهال خپرېږي چې طالبانو واک ته له بېرته ستنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې پر حضور پراخ محدودیتونه لګولي دي.
بازارونه او د خرید مرکزونه د کورنیو د ورځنیو اړتیاوو یوه برخه برابروي. دغو ځایونو ته د ښځو د ننوتلو مخنیوی، حتی د خپلو او ماشومانو د اړتیا وړ توکو د اخیستو لپاره، په هرات کې د ښځو د ورځني ژوند یوې بلې برخې ته هم د طالبانو محدودیتونه غځوي.






