top of page

په تبعید کې د ازادګانو غورځنګ: د هرات اعتراض د کلونو سرکوب پر ضد د خلکو فریاد دی

  • Maryam Naiby
  • Jun 10
  • 2 min read
Sent to ZAN TV
Sent to ZAN TV

په تبعید کې د ازادګانو غورځنګ وايي، د هرات د جبرئیل سیمې ولسي اعتراضونه یوازې د یوې مشخصې پېښې په وړاندې غبرګون نه دی، بلکې د هغو خلکو غږ دی چې نږدې پنځه کاله د سرکوب، تبعیض، محرومیت او له خپلو اساسي حقونو د سیستماتیک حذف تر سیوري لاندې ژوند کړی دی.


دې غورځنګ په یوه اعلامیه کې د هرات د ښځو او اوسېدونکو له اعتراض څخه ملاتړ کړی او د معترضانو پر وړاندې د طالبانو چلند یې د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی.


په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان ښځو، په ځانګړي ډول د هرات ښځو، یو ځل بیا وښوده چې د ټولنیزو، تعلیمي، فرهنګي او سیاسي ډګرونو څخه د ښځو د حذف تګلارو د آزادۍ او انساني کرامت د دفاع لپاره د هغوی اراده نه ده ماته کړې.


په تبعید کې د ازادګانو غورځنګ ویلي چې د معترضو ښځو نیول او له خلکو سره تاوتریخجن چلند د طالبانو د هغې سازمان‌یافته تګلارې بله بېلګه ده چې د آزادۍ غوښتنې غږ چوپول غواړي.


دې غورځنګ ټینګار کړی چې هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، یوازې د ښځو د حقونو جلا جلا نقض نه دی، بلکې د «جنسیتي اپارتاید» یوه بڼه ده.


دې غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دا وضعیت په رسمیت وپېژني او عاملان یې ځواب‌ویونکي کړي.


په تبعید کې د ازادګانو غورځنګ له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو شورا، ډیموکراتیکو دولتونو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو هم غوښتي چې له سمبولیکو دریځ‌نیونو ورهاخوا لاړ شي او د افغانستان د ښځو د ملاتړ، د نیول شویو کسانو د آزادولو او د سرکوب د عاملانو د ځواب‌ویونکي کولو لپاره عملي اقدام وکړي.


په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د ښځو د سرکوب پر وړاندې چوپتیا د بې‌عدالتۍ د عادي‌کېدو معنا لري. دې غورځنګ ویلي چې د هرات ښځې یوازې د خپلو حقونو لپاره مبارزه نه کوي، بلکې د آزادۍ، برابرۍ او انساني کرامت له ارزښتونو دفاع کوي.


دا غبرګون په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرات د جبرئیل سیمې اوسېدونکي د سه‌شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۹مه) د طالبانو له‌خوا د پوښاک د ډول له امله د ښځو د نیولو په اعتراض کې واټونو ته راووتل. طالبانو دا اعتراض په ډزو او وهلو ټکولو وځاپه. راپورونه ښيي چې د طالبانو د ځواکونو د ډزو په پایله کې لږ تر لږه څلور کسان، د یوه ماشوم په ګډون، ټپیان شوي دي.


د یادونې وړ ده چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په وروستیو ورځو کې د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه سخت کړي او لسګونه ښځې یې د هرات له بېلابېلو سیمو، د جبرئیل په ګډون، د دې ډلې د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي.

 
 
bottom of page