په خوست کې یو دوه کلن ماشوم د څاه له سقوط وروسته مړ شو
- Zan News

- 7 days ago
- 1 min read

د طالبانو ځايي چارواکي په خوست ولایت کې وايي چې یو دوه کلن ماشوم په دې ولایت کې د څاه ته له لوېدو وروسته مړ شوی دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په خوست کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي چې دا پېښه پرون د علیشېر ولسوالۍ د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هارونخېل په سیمه کې رامنځته شوې ده.
احرار د دې پېښې لامل د والدینو بېپامي بللې ده.
هغه زیاته کړې چې ماشوم د طالبانو د امنیتي ځواکونو لهخوا له څاه راایستل شوی او روغتون ته لېږدول شوی و، خو له درملنې سره سره یې ژوند له لاسه ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې په کلیوالو سیمو کې د ماشومانو د څاه ته د لوېدو ورته پېښو مخکې هم د ماشومانو ژوند اخیستی دی. د کلیوالو سیمو کې بېپوښ او بېساتنې څاهګانې د دې ډول پېښو د تکرار له لاملونو څخه بلل کېږي.



