په میدانوردک کې باران د دوو نجونو ژوند واخیست
- Zan News

- 3 hours ago
- 1 min read

د طالبانو ځايي چارواکي په میدانوردک کې وايي چې د دې ولایت د چغتو ولسوالۍ کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله دوه نجونې مړې شوې دي.
د باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) د میدانوردک د والي د ویاند وحیدالله سروري له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه پرون د دې ولسوالۍ د «دهنه» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، په دې پېښه کې یوه ۱۵ کلنه او یوه ۲۲ کلنه نجلۍ مړې شوې دي. د پېښې لامل سخت باران بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېرې اوونۍ هم په همدې ولسوالۍ کې د بارانونو او د دېوال د نړېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي وو.
د یادونې وړ ده چې په وروستیو څو اوونیو کې په افغانستان کې د بارانونو له امله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده. همداراز، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له ۹۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي.



