په ننګرهار کې د چت نړېدو؛ د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شول
- Zan News

- 3 days ago
- 1 min read

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي چې د جلالاباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
دغه پېښه د چهارشنبې په شپه شاوخوا د شپې په ۱۲ بجو (۸ سلواغه) د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند د غوچکو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالبان وايي، د دې پېښې لامل د ودانۍ لاندې د اوبو بهېدنه وه، چې د کور بنسټونه یې کمزوري کړي او په پایله کې یې د چت نړېدو سبب شوی دی.
د طالبانو د ځایي چارواکو په وینا، د دې پېښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي. د ټپي شوي کس روغتیايي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.



