top of page

په ننګرهار کې یو ۱۳ کلن ماشوم ډوب شو

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 6 minutes ago
  • 1 min read
Social Media
Social Media

د طالبانو ځايي چارواکي په ننګرهار کې وايي چې یو ۱۳ کلن ماشوم د دې ولایت د بهسود ولسوالۍ کې د کابل سیند کې د اوبو لوبو پر مهال ډوب شوی او مړ شوی دی.


قریشي بدلون، په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر، ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ (د وري ۲۳مه) د بهسود ولسوالۍ د «بېلي» په سیمه کې رامنځته شوې ده.


د هغه په وینا، د دې ماشوم جسد تر اوسه نه دی موندل شوی او د لټون او له اوبو څخه د راایستلو هڅې روانې دي.


هغه زیاته کړې چې دا ماشوم د کونړ اصلي اوسېدونکی و او تازه له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه تر ایستلو وروسته په دې ولسوالۍ کې مېشت شوی و.


د یادونې وړ ده چې ورته پېښې هر کال د پسرلي او دوبي په موسم کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې راپور کېږي او د دغو پېښو ډېره برخه په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار او کونړ کې رامنځته کېږي.

 
 
bottom of page