top of page

په نورستان کې سېلابونو تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي

Writer: Zan News
Zan News
Jul 20
1 min read
Source: AfghanistanNDMA/X
Floods in Nuristan
Source: AfghanistanNDMA/X

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اعلان کړی چې د نورستان په مرکز پارون ښار او د دې ولایت په یو شمېر نورو سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي دي.


دې ادارې د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۹مه) ویلي چې د لومړنیو شمېرو له مخې، له ۸۰ ډېر کسان ټپیان او له ۱۰۰ ډېر نور نادرکه شوي دي. د دې ادارې په وینا، د قربانیانو په شمېر کې د بدلون او زیاتوالي احتمال شته.


ځايي طالب چارواکو ویلي چې سېلابونو پراخ ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.


په وروستیو میاشتو کې د افغانستان یو شمېر سیمې د سختو سېلابونو شاهدې وې؛ هغو پېښو چې کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټونو ته یې زیان رسولی او ګڼ شمېر اوسېدونکي یې اغېزمن کړي دي.

 
 
bottom of page