په هرات کې يو خبريال د «ژوندي موجوداتو د انځورونو د ثبتولو» په تور نيول شوی دی
- Zan News
- Oct 6
- 1 min read

سيمهييزې سرچينې په هرات ولايت کې وايي چې يو خبريال د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د ځواکونو له لوري نيول شوی دی.
د سرچينو په وينا، ياد خبريال د دوشنبې په ورځ (۱۴ تله) شاوخوا د سهار په ۱۱ بجو هغه مهال ونيول شو، کله چې د هرات ښار د مسګرانو په بازار کې يې د يو رپوټ د انځور اخيستو هڅه کوله.
يوه سرچينه چې د امنيتي دلايلو له امله نهغوښتل نوم يې څرګند شي، وايي چې د طالبانو ځواکونو د هغه د نيولو دليل «د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول» ياد کړی دی.
په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو د رسنيو پر ازادۍ سخت محدوديتونه لګولي، په ځانګړي ډول پر تصويري راپورونو او د ژوندي موجوداتو د انځور خپرولو باندې، هغه اقدام چې څو ځله د کورنيو او نړيوالو بنسټونو له لوري غندل شوی دی.