top of page

په هرات کې ۹ کلنه دستمال پلورونکې نجلۍ: «طالبانو څو ځله نیولې یم»

  • Ariahn Raya
  • 4 hours ago
  • 4 min read
AI-generated symbolic image of a nine-year-old Afghan girl selling tissues beside a car in Herat.
Symbolic image: AI-generated / Zan TV

کله چې د هرات ښار په یوه ګڼه ګوڼه څلورلارې کې د ترافیک سور څراغ روښانه شو او ودرېدم، د موټر پر ښیښه پرله‌پسې ټکونو مې پام ورواړاوه.


ومې کتل. یوه ماشومه وه چې په یوه لاس کې یې د کاغذي دستمالونو بسته په هوا کې ښوروله او په بل لاس یې پرله‌پسې د موټر پر ښیښه ټک وهل. په سر اشاره یې راته کوله چې ښیښه ښکته کړم.


د دې ۹ کلنې ماشومې په څېره کې د وېرې او انتظار ګډ احساس لیدل کېده. هغه نه پوهېده چې دا تم کېدل به ورته د خرڅلاو فرصت شي، که به د کوم موټرچلوونکي له توند چلند سره مخ شي. وروسته یې خپله وویل چې دا ډول شېبې تل له اندېښنې سره مل وي، ځکه په سړک کې د ځینو موټرچلوونکو تاوتریخجن چلند ورته په تکراري تجربې بدل شوی دی.


موټر مې لږ وړاندې د سړک غاړې ته ودراوه او ترې ومې غوښتل چې رانږدې شي. په احتیاط یې ګامونه اخیستل، داسې لکه د موټرچلوونکي هر حرکت چې د هغې راتلونکې پرېکړه بدلولای شي.


هغې ځان «حسني» معرفي کړ او ویې ویل، اووه میاشتې وړاندې له خپلې کورنۍ سره له ایران څخه افغانستان ته ستنه شوې ده.


د هغې په وینا، پلار یې په ایران کې کار کاوه، خو له بېرته ستنېدو وروسته کورنۍ له بې‌کارۍ او اقتصادي فشار سره مخ شوې ده.


هغې وویل: «پلار مې هره ورځ څلورلارې ته ځي، شپه تش لاس بېرته راځي... پلار مې وایي کار نشته.»


حسني د کاغذي دستمالونو د پلور ترڅنګ، د هغو تجربو په اړه هم خبرې کوي چې په سړک کې یې ورځنی ژوند ورسره جوړ شوی دی. د خبرو په منځ کې لږ تم کېږي او په ارام ماشومانه غږ رانه پوښتي:


«کاکا... ته خو طالب نه یې؟»

کله چې ډاډه کېږي چې د طالبانو له یوه غړي سره خبرې نه کوي، د طالبانو د ځواکونو له‌خوا د خپل نیول کېدو او چلند په اړه خبرې کوي.


هغې وویل: «زه ځکه چې نجلۍ یم او کار کوم، طالبان اجازه نه راکوي چې کار وکړم او که مې وویني، وهي مې...»


حسني وایي، طالبانو څو ځله په سړک کې د کار پر مهال نیولې او د څو ورځو لپاره یې په داسې ځای کې ساتلې چې هغه یې زندان یا د ماشومانو د ساتنې ځای بولي.


په داسې حال کې چې لا هم هڅه کوي د کاغذي دستمالونو بستې وپلوري او کله ناکله له پېرېدونکو سره پر بیه خبرې کوي، د خپل یوه نیول کېدو په اړه وایي:


«کله چې موږ دلته راغلو، کار نه و چې پلار مې کار ته لاړ شي. مور مې هم ناروغه ده. زه او کوچنۍ خور مې کار ته راځو؛ زه دستمال پلورم او خور مې ژاولې.»


هغې دوام ورکړ: «طالبانو موږ څو ځله نیولي یو. یو ځل یې زه زندان ته یووړم او تر درېیو ورځو هېڅوک نه وو خبر. په پای کې پلار مې خبر شو او زه یې خوشې کړم.»


د حسني په وینا، د نیول کېدو پر مهال ورسره تاوتریخوالی شوی او ماشومانو ته کافي خواړه هم نه ورکول کېدل.


هغې وویل: «کله چې مې ژړل، په دُرو یې وهلم.»


هغه د روان کال د روژې میاشتې د یوه بل نیول کېدو کیسه هم کوي: «زه تښتېدم، طالب په زور موټر ته واچولم. کله مې چې ژړل، د ټوپک په میل یې پر سر ووهلم. سر مې مات شو او وینې ترې روانې شوې.»


حسني وایي، د ساتنې په ځای کې ماشومانو ته د خوړو ورکول له روژې نیولو سره تړل شوي وو.


هغې وویل: «په زندان کې یې هم موږ ته خواړه نه راکول. یوازې یې ویل، هغه چا ته وچه ډوډۍ ورکول کېږي چې روژه ونیسي. زه چې کوچنۍ وم، روژه مې نه شوه نیولای، راته یې ویل ته د ډوډۍ خوړلو حق نه لرې. د شپې یې راته ډوډۍ نه راکوله او ویل یې، ولې دې د ورځې اوبه څښلې؟ په زندان کې ډوډۍ نه وه، یوازې اوبه مو څښلای شوې.»


هغې زیاته کړه: «طالبانو خپله د شپې غوښه او وریجې خوړلې. هغو نجونو او هلکانو ته چې روژه یې نیوله، یوازې پاتې خواړه یا وچه ډوډۍ ورکول کېده.»


کله چې حسني د دغو تجربو په اړه خبرې کوي، غږ یې رېږدي او د سترګو له کونجونو یې اوښکې روانېږي. څو شېبې تم کېږي او وروسته افغانستان ته تر بېرته ستنېدو مخکې د خپل ژوند په اړه خبرې کوي.


«زه په ایران کې ښوونځي ته تلم، درس مې وایه، خو اوس اړ شوې یم چې کار وکړم.»


اوس د هغې تر ټولو لویه وېره بیا نیول کېدل دي.


هغې وویل: «هره ورځ وېرېږم چې طالبان مې بیا ونیسي، ځکه طالبانو پلار ته مې ویلي که دا ځل ونیول شم، د خوشې کولو لپاره دې نه راځي او ما به خوشې نه کړي.»


خو وېرې هغه سړک ته له راتلو نه ده ګرځولې. دلیل یې په ساده ډول بیانوي:


«کله چې د شپې زموږ پر دسترخوان ډوډۍ نه وي، زه مجبوره یم کار وکړم. پلار مې وایي لاړه شه، کار وکړه.»


د حسني روایت د داسې ماشومې تجربه ده چې د کورنۍ د اقتصادي فشار او د نیول کېدو د وېرې ترمنځ راګیر ده. هغه وایي، که په کور کې پاتې شي، د کورنۍ د مرستې لپاره عاید نه لري، او که د کار لپاره سړک ته راووځي، هره ورځ اندېښنه لري چې بیا به ونیول شي.


زموږ خبرې د سړک پر غاړه پای ته رسېږي. حسني د کاغذي دستمالونو بستې بېرته په لاس کې اخلي او د څلورلارې پر لور ځي؛ هغه ځای چې موټرونه یو په بل پسې د سور څراغ مخې ته درېږي او هغه د دستمالونو د پلور لپاره د بل موټرچلوونکي پر لور ورځي.


خو د هغې لپاره هر سور څراغ یوازې د دستمال د یوې بستې د پلور څو دقیقې فرصت نه دی؛ بلکې د پېرېدونکي د موندلو د تمې او دې وېرې ترمنځ یوه شېبه ده چې په راتلونکي موټر کې به څوک ناست وي.

 
 
bottom of page