top of page

په هند کې پر ۱۶ کلنې نجلۍ په روان بس کې ډله‌ییز جنسي تېری شوی

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 hours ago
  • 2 min read
Image: © Sushil Kumar Verma / The Hindu
A 16-year-old girl was gang-raped by a bus driver and conductor while travelling on a bus in Delhi and surrounding areas.
Image: © Sushil Kumar Verma / The Hindu

پر یوې ۱۶ کلنې نجلۍ د ډیلي او شاوخوا سیمو ترمنځ د بس د سفر پر مهال د بس د چلوونکي او کنټرولر له‌خوا ډله‌ییز جنسي تېری شوی دی.


هندي رسنۍ «انډیا ټوډې» د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۳۱مه) راپور ورکړی چې دا پېښه د اګست د ۴مې په شپه، ډیلي ته نږدې د ګرېټر نوېډا ښار او د ډیلي ښار د «کشمیر ګېټ» ترمنځ پر لاره شوې ده.


د راپور له مخې، دغه ۱۶ کلنه نجلۍ چې د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې او د هند په شمال کې د اترپردېش ایالت اوسېدونکې ده، په یوه باراني شپه هڅه کوله ډیلي ته نږدې نوېډا ښار ته لاړه شي.


د یوه تش بس چلوونکي او کنټرولر هغې ته وړاندیز وکړ چې تر خپل منزل پورې به یې ورسوي. د بس تر حرکت وروسته، دغو دوو کسانو پر نجلۍ جنسي تېری وکړ او ګواښ یې ورته وکړ چې که مقاومت وکړي، وبه یې وژني.


د ډیلي پولیسو ویلي، تورنو کسانو وروسته نجلۍ د «کشمیر ګېټ» بس تمځای ته نږدې ښکته کړې او له سیمې تښتېدلي دي. نجلۍ وروسته پولیسو ته ورغلې او پېښه یې راپور کړې ده.


پولیسو ویلي، دواړه تورن کسان نیول شوي او د قضیې په اړه څېړنې روانې دي.


پولیسو بس هم ضبط کړی او د عدلي او تخنیکي څېړنو لپاره یې لېږلی دی.


هند په تېرو کلونو کې څو ځله د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د پېښو شاهد و.


له دغو پېښو څخه یوه مشهوره پېښه په ۲۰۱۲ کال کې وشوه، کله چې پر یوې ۲۳ کلنې ښځې په ډیلي کې په روان بس کې ډله‌ییز جنسي تېری وشو او وروسته د خپلو ټپونو له امله مړه شوه. دې پېښې په ټول هند کې پراخ اعتراضونه راوپارول او وروسته یې په دغه هېواد کې د جنسي جرمونو اړوند قوانین سخت کړل او د دې ډول قضیو د چټکې څېړنې لپاره ځانګړې محکمې جوړې شوې.


سره له دې، رسمي شمېرې ښيي چې په هند کې د جنسي تېري راپور شوې پېښې لا هم ډېرې دي. په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې له ۲۹ زرو ډېرې د جنسي تېري پېښې ثبت شوې وې.

 
 
bottom of page