په ټورنټو کې د افغانستان وګړي: د طالبانو عادي کول ودروئ
- Zan News

- Aug 18
- 2 min read

د کاناډا په ټورنټو کې مېشتو یو شمېر افغانانو واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د پای ته رسېدو، د طالبانو د عادي کولو د درولو او د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو د تضمین غوښتنه کړې ده.
هغوی له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو غوښتي چې د «جنسیتي اپارتاید» د په رسمیت پېژندلو او جرم ګڼلو او د عاملانو د حساب ورکوونکي کولو لپاره جدي اقدام وکړي.
د دې غونډې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: «طالبان باید د عادي کولو له لارې مشروعیت ترلاسه نه کړي.»
هغوی ټینګار کړی چې له طالبانو سره هر ډول نړیوال تعامل باید د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د بیان ازادۍ او مدني ازادیو په رعایت مشروط وي.
هغوی همدارنګه د نجونو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو د سمدستي پرانیستلو، د ښځو د کار او ټولنیز ګډون د حق او د افغانستان د وګړو د مدني او سیاسي حقونو د بېرته اعادې غوښتنه کړې ده.
په دې اعلامیه کې له نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي چې د پخوانیو نظامیانو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د هدفي وژنو، خپلسرو نیونو، شکنجې، جبري نادرکه کېدو او د بشري حقونو د نورو نقضونو اړوند راپورونه په خپلواکه توګه وڅېړي او عاملان یې حساب ورکوونکي کړي.
په ټورنټو کې د افغانستان وګړو د بیان پر ازادۍ او د خپلواکو رسنیو پر فعالیت هم ټینګار کړی او د سیاسي، مدني او رسنیزو بندیانو د خوشې کېدو او د سانسور او د بیان ازادۍ د ځپلو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

هغوی همدارنګه د ځمکو د غصب، جبري بېځایه کولو او د نفوسو د بدلون اړوند ادعاوو د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د خلکو د مالکیت حق او د خوندي ژوند حق باید له تبعیض پرته تضمین شي.
هغوی له کوربه هېوادونو هم غوښتي چې د پناه غوښتونکو د جبري بېرته ستنولو د منع اصل رعایت کړي او معترضې ښځې، خبریالان، مدني فعالان او نور له خطر سره مخ کسان افغانستان ته بېرته ونه لېږي.
په ټورنټو کې مېشتو افغانانو ټینګار کړی: «د اګست ۱۵مه د افغانستان د خلکو د ارمانونو پای نه دی» او د داسې افغانستان غوښتنه یې کړې چې پکې ښځې او نارینه برابر وي، نجونې او هلکان د زدهکړو حق ولري او هېڅ وګړی د قوم، ژبې، جنسیت یا سیاسي نظر له امله ونه ځپل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله تېرېږي؛ هغه پنځه کاله چې له بشري بحران، د بشري حقونو له پراخو نقضونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو له نقض، او د خلکو پر ټولنیز او مدني ژوند له پراخو محدودیتونو سره مل وو.






