په پاریس کې اعتراض؛ «د طالبانو عادي کول ودروئ»
- Zan News

- Aug 17
- 2 min read

د افغانستان یو شمېر بنسټونو، اعتراضي غورځنګونو او وګړو د پخواني نظام د سقوط او د طالبانو د بېرته واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۱۶مه، د فرانسې په پاریس کې غونډه وکړه او د طالبانو د عادي کولو د بهیر د پای ته رسولو، د ښځو او نجونو د عملي ملاتړ او د افغانستان د خلکو د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو د حق د په رسمیت پېژندلو غوښتنه یې وکړه.
معترضانو ویلي چې له ښوونیز، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه د ښځو او نجونو د حذفولو په برخه کې د طالبانو تګلارې باید د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژندل شي او نړیواله ټولنه باید د دغو تګلارو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.
د دې اعتراض په خپره شوې پرېکړهلیک کې راغلي چې په اوسنیو شرایطو کې طالبانو ته هر ډول عادي کول یا سیاسي او ډیپلوماتیک مشروعیت ورکول، د افغانستان د خلکو له حقونو او غوښتنو سره په ټکر کې دي. معترضانو له ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او اروپایي دولتونو غوښتي چې له طالبانو سره تعامل د دغې ډلې د واکمنۍ د مشروعیت سبب نه شي.
هغوی همدارنګه د نجونو او ښځو پر مخ د مکتبونو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی او د معترضو ښځو، خبریالانو، محصلانو، استادانو، لیکوالانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.
په دې پرېکړهلیک کې له نړیوالې جزایي محکمې او نورو صلاحیت لرونکو قضایي مراجعو غوښتل شوي چې د ناقانونه وژنو، شکنجې، خپلسرو نیونو، جبري نادرکه کولو، قومي او مذهبي ځورونې او جبري بېځایه کولو عاملان تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي. هغوی ټینګار کړی چې د طالبانو هېڅ چارواکی یا غړی باید د خپل سیاسي یا نظامي مقام له امله د عدالت پر وړاندې له حساب ورکولو څخه مصون پاتې نه شي.
هغوی له دولتونو هم غوښتي چې د افغانستان د پناه غوښتونکو د جبري بېرته ستنولو د منع اصل رعایت کړي او هغه کسان ونه باسي چې د بېرته ستنېدو په صورت کې د شکنجې، تعقیب یا جدي زیان له خطر سره مخ کېږي.
د پرېکړهلیک په پای کې راغلي چې طالبان «د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي» او د یوې وسلهوالې ډلې واکمني د افغانستان د خلکو له سیاسي مشروعیت سره برابره نه شي ګڼل کېدای. معترضانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له داسې سیاسي بهیر څخه ملاتړ وکړي چې د «مشروع، ټولشموله او د افغانستان د خلکو له ارادې راولاړ شوي» نظام د رامنځته کېدو لامل شي.






