top of page

په پاکستان کې د ښوونځي د چت نړېدل؛ ۳۵ کسان مړه شول

Writer: Zan News
Zan News
2 days ago
1 min read
Rescue workers and local residents gather inside a private school in Peshawar, Pakistan, during rescue operations following a roof collapse on October 15, 2026.
Image published by Geo News

د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت د نړېدو له امله لږ تر لږه ۳۴ زده‌کوونکي او یوه ښځینه ښوونکې مړه شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.


د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په سهار د (تلې په ۲۳مه) د پېښور د دیر کالونۍ په سیمه کې د «الخیر» په نوم ښوونځي کې شوې ده.


د ژغورنې د مسؤلانو په وینا، لومړی د ښوونځي د پورتني پوړ چت نړېدلی او وروسته د لاندې پوړ چت هم پر زده‌کوونکو راپرېوتی دی.


ویل شوي چې ډېری قربانیان تر ۱۳ کلونو کم عمره ماشومان دي.


ژغورونکو ځواکونو له څو ساعتونو عملیاتو وروسته تر کنډوالو لاندې بند پاتې کسان راایستلي دي. د یو شمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.


په همدې حال کې، د پېښور پولیسو ویلي چې د ښوونځي مالک نیول شوی او د پېښې د علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د سمدستي درملنې غوښتنه یې کړې ده.


 
 
bottom of page