top of page

یوناما: په تېرو دریو میاشتو کې د طالبانو له خوا ښځو ته د نیولو، توقیف او اخطار ورکولو له ۵۰ ډېرې پېښې

Mursal Harif Zada
2 days ago
1 min read
Social Media
Social Media

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د طالبانو د محتسبانو له خوا د حجاب د لارښوونو د نه مراعاتولو له امله د ښځو د نیولو، توقیف او اخطار ورکولو له ۵۰ ډېرې پېښې مستندې کړې دي.


دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۳مه) د ۲۰۲۶ کال د جولای، اګست او سپټمبر میاشتو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې ډېری دغه نیونې په هرات او کابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.


د راپور له مخې، د جولای په میاشت کې د طالبانو محتسبانو یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د حجاب د لارښوونو د نه مراعاتولو له امله نیولې وه. هغه تر بلې ورځې په توقیف کې پاتې شوه او د پلار له ورتګ وروسته خوشې شوه.


په یوه بله پېښه کې، په هرات ښار کې لس ښځې د چادر د نه اغوستلو له امله ونیول شوې او وروسته له هغه خوشې شوې چې سرپرستانو یې د حجاب د لارښوونو د مراعاتولو ژمنه وکړه.


یوناما همدارنګه داسې پېښې ثبت کړې دي چې پکې ښځې د دغو لارښوونو د نه مراعاتولو له امله د نیولو او وهلو ټکولو له ګواښ سره مخ شوې دي.


طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته تر بېرته ستنېدو وروسته، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر ژوند پراخ محدودیتونه لګولي دي.

 
 
bottom of page