top of page

په کابل او کندهار کې د درېیو ښځو جسدونه موندل شوي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • May 14
  • 1 min read
Source: 8AM Media
Source: 8AM Media

سیمه‌ییزو سرچینو په کابل او کندهار کې د درېیو ښځو د جسدونو د موندل کېدو خبر ورکړی دی.


د سرچینو په وینا، د دوو ښځو جسدونه نن پنجشنبه (د غويي ۲۴مه) د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې موندل شوي دي. دا جسدونه د مارشال فهیم سړک ته نږدې د یوې غونډۍ له لمنې څخه د سیمې د اوسېدونکو له‌خوا موندل شوي دي.


سرچینو ویلي چې دا دوې ښځې شاوخوا ۱۹ او ۳۵ کلنې وې. تر اوسه د دغو ښځو هویت نه دی روښانه شوی.


په کندهار کې هم سرچینو د نساجۍ په سیمه کې د یوې ښځې د جسد د موندل کېدو خبر ورکړی دی. د سرچینو په وینا، د دې ښځې پر بدن داسې نښې لیدل شوې چې له موټر سره د ټکر احتمال ښيي.


د سیمې اوسېدونکو د دې ښځې جسد د پېژندنې لپاره میرویس روغتون ته لېږدولی دی.


تر اوسه د دې درېیو ښځو د مړینې لامل او د دغو پېښو عاملان نه دي روښانه. د کابل او کندهار ځايي طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د مرموزو وژنو، د خلکو د نادرکه کېدو او وسله‌والو غلاوو پېښې زیاتې شوې دي.

 
 
bottom of page