top of page

په کابل کې د افغان خبریال عصمت‌الله کوهسار مړینه

Eliah Omari
Nov 14
1 min read
A young man wearing black clothing and sunglasses stands by the water, with blue sea and rocky coastal cliffs in the background.
Source: Facebook

افغان خبریال او د وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکوونکی عصمت‌الله کوهسار د جمعې په ورځ د (نومبر په ۱۳مه) په کابل کې مړ شوی دی.


د هغه د کورنۍ او نږدې کسانو په وینا، د نوموړي د مړینې لامل د زړه ناروغي وه.


کوهسار شاوخوا ۴۰ کاله عمر درلود او نږدې ۲۰ کاله یې د خبریالۍ او رسنیزو فعالیتونو په برخه کې کار کړی و. نوموړي په وروستیو کلونو کې د وال‌سټریټ ژورنال د راپور ورکوونکي په توګه د افغانستان او سیمې پېښې پوښښ کولې.


د کوهسار د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته، یو شمېر همکارانو او رسنیزو فعالانو د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او د خبریالۍ په برخه کې یې د هغه د کلونو فعالیتونه یاد کړي دي.

 
 
bottom of page