top of page

په کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د درې وژل شوو ښځو جسدونه موندل شوي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 2 hours ago
  • 1 min read
Sent to ZanTV
Sent to ZanTV

په کندهار ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې د درې هغو ښځو جسدونه، چې څه موده وړاندې وژل شوې وې، د دې ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ کې موندل شوي دي.


سرچینو د دوشنبې په ورځ (۱۳ سلواغه) زن‌نیوز ته ویلي چې دغه جسدونه د سپین‌بولدک ولسوالۍ د شپږمې حوزې په اړوند سیمه کې، د «سارګو» غره ته نږدې موندل شوي دي.


د سرچینو په وینا، دغه درې ښځې په «بې‌رحمانه» ډول وژل شوې او وروسته یې جسدونه په یوه کندې کې غورځول شوي او ښخ شوي دي.


د سرچینو په خبره، د جسدونو له وضعیت څخه ښکاري چې دا پېښه څه موده وړاندې رامنځته شوې ده.


همداراز ویل شوي چې تر اوسه د قربانیانو هویت او د دې وژنو انګېزه نه ده روښانه شوې.


سرچینې زیاتوي چې طالبانو جسدونه د سپین‌بولدک ولسوالۍ دولتي روغتون ته لېږدولي او د قربانیانو د کورنیو د پېژندنې هڅې روانې دي.

 
 
bottom of page