top of page

په کندهار کې د ناوې د موټر پر سر شخړه؛ ۲۲ کلنه ناوې ووژل شوه

Writer: Zan News
Zan News
Sep 27
1 min read
Image: Flickr/CC BY-NC-ND 2.0
Image: Flickr/CC BY-NC-ND 2.0

په کندهار کې د ناوې د موټر پر سر شخړې د یوې ۲۲ کلنې ناوې او د زوم د ماما ژوند واخیست.


په کندهار کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دا پېښه د شنبې په ورځ (د تلې په ۴مه) د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په عمارت سیمه کې رامنځته شوې ده.


د سرچینو په وینا، شخړه هغه مهال پیل شوه چې د ناوې او زوم د کورنیو خپلوانو د ناوې د لېږدولو د موټر پر سر اختلاف وکړ.


له دې شخړې وروسته، د زوم ماما، چې عبدالواحد نومېده، په تفنګچه پر ناوې ډزې وکړې او بیا یې پر ځان هم ډزې وکړې.


ناوې، چې کافیه نومېده، په دغو ډزو کې ووژل شوه.


عبدالواحد هم د کندهار میرویس روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړه.


په کندهار کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ د دې پېښې رامنځته کېدل تایید کړي دي.

 
 
bottom of page