په کندهار کې یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژل شوی

په کندهار کې د طالبانو امنیتي مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یو ۲۶ کلن ځوان د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشید د پنجشنبې په ورځ د (لړم په ۱۴مه) ویلي چې د معصوم په نوم دغه ځوان تېره شپه د سپینبولدک ولسوالۍ په «نوي» کلي کې وژل شوی دی.
د جمشید په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د معصوم ملګرو هغه ته زنګ وهلی و او ترې غوښتي یې وو چې له کوره ووځي.
هغه زیاته کړې چې معصوم له کوره تر وتلو وروسته د چاقو تر برید لاندې راغلی او په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
په کندهار کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې د دې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي، خو د وژنې د انګېزې او د نیول شویو کسانو د هویت په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې طالبان تل په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي. کندهار هم د دې ډلې د واک او مشرتابه له اصلي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.






