top of page

په یوه ورځ کې د سلګونو افغان کډوالو جبري ستنېدل

Eliah Omari
Nov 8
1 min read
A large crowd of Afghan migrants, including women, men and children, gather with luggage and personal belongings near buildings displaying the UNHCR emblem.
Exclusive image: Zan TV

سلګونه افغان کډوال تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. دا بهیر د بېرته راستنو شویو کورنیو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د راتلونکي او د ژوند د شرایطو په اړه له اندېښنو سره مل دی.


د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ د (لړم په ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کورنۍ له څلورو سرحدي لارو افغانستان ته داخلې شوې دي.


د خپرو شویو شمېرو له مخې، ۳۲ کورنۍ چې ۱۳۶ کسان پکې شامل دي، د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۰ کورنۍ چې ۶۵ کسان پکې شامل دي، د کندهار د سپین‌بولدک له لارې او ۲۳ کورنۍ چې ۷۹ کسان پکې شامل دي، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته ستنې شوې دي. همدارنګه ۱۳ کورنۍ چې ۴۶ کسان پکې شامل دي، د هرات د اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.


د کورنیو جبري ستنېدل، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره، له ګڼو ستونزو سره مل دي. راستنې شوې ښځې د طالبانو له خوا پر زده‌کړو، کار او د تګ راتګ پر ازادۍ له لګول شویو محدودیتونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې ماشومان سرپناه، خوړو، روغتیايي خدمتونو او د زده‌کړو د دوام فرصتونو ته اړتیا لري.


له بلې خوا، د اوسېدو لپاره د مناسب ځای نشتوالی، اقتصادي ستونزې او د ژوند د بیا پیلولو لپاره د امکاناتو کمښت افغانستان ته د راستنو شویو کورنیو له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي.

 
 
bottom of page