ښاریان: طالبان د جومات، زدهکړو او رسنیو له لارې د ټولنې د طالباني کولو هڅه کوي
- Ariahn Raya
- 2 days ago
- 2 min read

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، طالبان د جوماتونو، کورنیو رسنیو، ښوونیز نظام او په کوڅو کې د څار له لارې هڅه کوي ټولنه د خپلو برداشتونو او قوانینو پر بنسټ جوړه کړي؛ هغه بهیر چې د دوی په باور، فردي ازادۍ محدودوي او د ماشومانو او تنکیو ځوانانو پر ذهنیت ژور اغېز کوي.
د تخار اوسېدونکې زلیخا فیضي زننیوز ته وايي، طالبان له هر فرصت څخه د خپلې ایډیالوژۍ د ترویج لپاره کار اخلي.
هغې وايي: «زما ماشوم جومات ته ځي او کله چې کور ته راستانه شي، ټولې خبرې یې د طالبانو د ویناوو په اړه وي. طالبان په ټلوېزیون کې ویناوې کوي، له راډیو څخه د دوی د تأیید وړ پروګرامونه او نعتونه خپرېږي او په کوڅو کې هم خلک اړ کوي چې د دوی د قوانینو له مخې چلند وکړي.»
د هغې په وینا، دې وضعیت ماشومان او تنکي ځوانان تر پخوا ډېر له تبلیغاتو او ایډیالوژیکو زدهکړو سره مخ کړي دي.
په کابل کې ښځینه ښوونکې نجلا منور هم وايي، طالبانو په ښوونیز نظام کې پراخ بدلونونه راوستي دي؛ هغه بدلونونه چې د هغې په باور، د درسي محتوا او د تدریس پر طریقې یې اغېز کړی دی.
هغې زیاتوي: «طالبانو ان د تدریس بهیر هم بدل کړی دی. هغه ماشوم چې لا یې نړۍ نه ده پېژندلې، له داسې ذهنیت سره مخ کېږي چې طالبانو تعریف کړی دی. ډېر درسي کتابونه بدل شوي او ښوونیز چاپېریال هم ایډیالوژیکه بڼه غوره کړې ده. د دې بهیر دوام کولای شي د ټولنې د راتلونکي لپاره درنې پایلې ولري.»
په همدې حال کې، یو شمېر ټولنپوهان خبرداری ورکوي چې د دې سیاستونو دوام ښايي د افغانستان پر ټولنیز جوړښت اوږدمهاله اغېزې پرېږدي.
ټولنپوه فریدون قاضيزاده وايي: «د ماشومانو او تنکیو ځوانانو ذهنونه د سپینې پاڼې په څېر دي او باید په پوهه، اګاهۍ او انساني ارزښتونو وروزل شي. که زدهکړې پر اجبار، د فکري تنوع پر حذف او ایډیالوژیک تلقین ولاړې وي، پایلې به یې په راتلونکو نسلونو کې څرګندې شي. داسې بهیر کولای شي د تاوتریخوالي د پراخېدو، د زغم د روحیې د کمېدو او په ټولنه کې د انتقادي فکر د محدودېدو لامل شي.»
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ټولنیزو محدودیتونو د لګولو، د ښوونیزې محتوا د بدلولو او د خلکو پر چلند د څار د زیاتېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
په مقابل کې، طالبانو تل ټینګار کړی چې د دوی اقدامات او مقررات د اسلامي شریعت په اړه د دوی د برداشت پر بنسټ تنظیم شوي او موخه یې د ټولنې اصلاح ده.
خو منتقدان وايي، د دې سیاستونو دوام، د زدهکړو، رسنیو او مدني ازادیو پر پراخو محدودیتونو سربېره، کولای شي د افغانستان ټولنیز راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کړي او د داسې نسل د رامنځته کېدو زمینه برابره کړي چې تر پخوا ډېر له ایډیالوژیکو زدهکړو سره مخ وي.






