کرزي یو ځل بیا د نجونو لپاره د زدهکړو د زمینې برابرولو غوښتنه وکړه
- Maryam Naiby
- 15 hours ago
- 2 min read

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو او هلکانو لپاره د زدهکړو د زمینې برابرولو غوښتنه کړې ده. هغه وايي، عامه زدهکړې او د متخصصو کادرونو روزنه کولای شي په افغانستان کې د بېسوادۍ، بېوزلۍ او ټولنیزو بحرانونو د پراخېدو مخه ونیسي.
کرزي د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکسپاڼه کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه د یونیسف تازه راپور ته په اشارې لیکلي چې د ماشومانو د روغتیا ساتنه د افغانستان د راتلونکي لپاره بنسټیز اهمیت لري.
یونیسف په هغه راپور کې چې د جولای په ۱۲مه خپور شو، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له زیاتېدونکي خطر سره مخ دي. دې بنسټ د ماشومانو د خوړو د خوندیتوب، تر دوو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ځانګړې پاملرنې او د روغتیايي او ټولنیزو خدماتو د پیاوړتیا لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
کرزي ویلي چې مسوول حکومت او نړیوال بنسټونه باید د دې خطر د زیاتېدو د مخنیوي لپاره جدي او همغږي پروګرامونه عملي کړي. هغه زیاته کړې چې د افغانستان د اوږدمهالو ستونزو د کمولو لپاره یو بنسټیز شرط دا دی چې ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو ته عامه زدهکړې برابرې او متخصص بشري ځواک وروزل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان پخوانی ولسمشر د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي. هغه مخکې هم خبرداری ورکړی و چې له زدهکړو څخه د نجونو دوامداره محرومیت د افغانستان بشري ظرفیت کمزوری کوي او پر بهرنیو مرستو د هېواد تکیه زیاتوي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې او په پوهنتونونو کې د ښځو تحصیل منع کړ. افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې دي. نږدې ۲.۲ میلیونه نجونې له لومړنۍ دورې پورته زدهکړو ته له دوام ورکولو پاتې شوې دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې د نجونو پر زدهکړو د بندیز او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې افغانستان له ۲۵ زرو څخه د ډېرو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو محروم کړي. دا وضعیت به زدهکړو او روغتیايي خدماتو ته د ښځو او ماشومانو لاسرسی لا ډېر کمزوری کړي.
په داسې حال کې چې میلیونونه ماشومان له خوارځواکۍ، بېوزلۍ او له زدهکړو څخه له محرومیت سره مخ دي، طالبانو تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلو پراخو کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.






