یوناما: د طالبانو او پاکستان په نښته کې په سپینبولدک کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۴۶ ټپیان دي
- Zan News
- 11 hours ago
- 1 min read

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د طالبانو او د پاکستان د پوځ ترمنځ د پولهیزو نښتو پر مهال د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله اندېښنه څرګنده کړې او د دواړو خواوو ترمنځ له اعلان شوي اوربند هرکلی کړی. دغه دفتر د تاوتریخوالي د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.
په هغه رسمي اعلامیه کې چې یوناما نن (۲۴ تله) خپره کړې، راغلي چې د تلې له ۱۸تله راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ مسلحې نښتې د ملکي وګړو د درنو تلفاتو سبب شوې دي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر تلفات په کندهار کې د سپینبولدک ولسوالۍ کې ثبت شوي، چیرې چې لږترلږه ۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان شوي دي. ښځې او ماشومان هم د قربانیانو په ډله کې شامل دي.
یوناما زیاته کړې چې د نښتو لومړنۍ پېښې د پکتیکا، پکتیا، کنړ او هلمند ولایتونو کې هم شوي، چې له امله یې لږترلږه ۱۵ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی.
یوناما له ټولو ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې د نړیوال بشردوستانه قانون پر وړاندې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي او د نظامي عملیاتو پر مهال د «تفکیک، تناسب او احتیاط» اصول مراعات کړي، تر څو د ملکي وګړو ژوند ته زیان و نهرسېږي.