top of page

یوناما د هرات په اعتراض کې د یوه کس وژل کېدل تأیید کړل

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 days ago
  • 2 min read
Social Media
Social Media

یوناما د طالبانو له‌خوا د هرات د جبرئیل اعتراض د ځپلو پر مهال د یوه کس وژل کېدل تأیید کړي دي. دې ادارې ویلي چې د دې پېښې له امله د دویمې مړینې د راپورونو څېړنه کوي.


یوناما نن چهارشنبه د (غبرګولي ۲۰مه) په یوه اعلامیه کې د هرات ښار کې د لږ تر لږه ۳۰ ښځو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. دې ادارې همداراز ویلي چې د جبرئیل په سیمه کې د معترضانو پر وړاندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له‌خوا د زیات زور کارولو اندېښمنه ده.


د یوناما د اعلامیې له مخې، د طالبانو د امر بالمعروف مأمورانو او پولیسو د جون په ۶مه او ۷مه په هرات ښار کې ښځې ظاهراً د دې ډلې د خوښې وړ پوښاک د نه مراعتولو له امله نیولې دي.


یوناما زیاته کړې چې لسګونه نورو ښځو هم د ټیلیفون له لارې خبرداری ترلاسه کړی دی. د دې ادارې په وینا، نیول شوې ښځې د جون په ۸مه خوشې شوې، خو دا ډول نیونې کولای شي د ښځو او د هغوی د کورنیو پر ژوند جدي پایلې ولري.


یوناما ویلي چې یو شمېر معترضان د جبرئیل اعتراض د ځپلو پر مهال له وهلو ټکولو وروسته، د لرګیو د کارولو په ګډون، ټپیان شوي دي. دې ادارې ټینګار کړی چې خلک حق لري خپل اعتراض په سوله‌ییز ډول او د تاوتریخوالي، ګواښ او غچ‌اخیستنې له وېرې پرته څرګند کړي.


جورجیت ګانیون، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیاله او د یوناما سرپرسته، ویلي چې په افغانستان کې د یوې ښځې نیول د هغې لپاره «د لوی شرم داغ» له ځان سره لري او کولای شي ښځې، حتی له خوشې کېدو وروسته، په کورنۍ او د ژوند په ځای کې له لا زیات تاوتریخوالي او انزوا سره مخ کړي.


مېرمن ګانیون زیاته کړې چې د نړیوالو قوانینو له مخې، طالبان مکلف دي د ټولو افغانانو د بیان ازادۍ، سوله‌ییزو غونډو، فردي ازادۍ او امنیت او له خپل‌سري نیونې څخه د خوندیتوب حقونه وساتي.


یوناما ټینګار کړی چې د قانون د پلي کولو اړوند ټول اقدامات باید د بشري حقونو له نړیوالو منل شوو معیارونو، د اړتیا، تناسب او نه تبعیض له اصولو سره برابر وي.


دې ادارې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې ټولې هغه تګلارې او چلندونه لغوه کړي چې په افغانستان کې د ښځو او نارینه‌وو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي. یوناما په دې برخه کې د تګ راتګ ازادۍ، د بیان ازادۍ، زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون پر محدودیتونو اشاره کړې ده.


دا اعلامیه په داسې حال کې خپرېږي چې د هرات د جبرئیل اوسېدونکي د سه‌شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۹مه) د طالبانو له‌خوا د پوښاک د ډول له امله د ښځو د نیولو په اعتراض کې واټونو ته راووتل. طالبانو دا اعتراض په ډزو او وهلو ټکولو وځاپه.

 
 
bottom of page