top of page

یوناما: د پاکستان د نننیو بریدونو ډېری قربانیان ماشومان دي

Writer: Zan News
Zan News
Oct 1
1 min read
Source: NewsXForge on X; photographer not identified
Source: NewsXForge on X; photographer not identified

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي، د پاکستان په نننیو هوايي بریدونو کې پر کونړ او هلمند ولایتونو لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د وژل شویو ډېری کسان ماشومان دي.


یوناما د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۹مه) ویلي چې ملکي وګړي لا هم د پولې هاخوا نښتو قربانیان کېږي او یو ځل بیا یې د تاوتریخوالي د کمېدو، خبرو اترو، د نړیوالو قوانینو د رعایت او ملکي وګړو ته د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې د دغو بریدونو د قربانیانو شمېر ۹ وژل شوي او ۱۱ ټپیان ښودلی و او ویلي یې وو چې ښځې او ماشومان هم په قربانیانو کې شامل دي. د طالبانو د چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې درې کورونه هم ویجاړ شوي دي.


د خپرو شویو معلوماتو له مخې، بریدونه د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه او د هلمند د ګرمسیر ولسوالۍ په صفر سیمه کې شوي دي.


په همدې حال کې، د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دغه بریدونه د «باوري معلوماتو» پر بنسټ ترسره شوي، د وسله‌والو دوه پټنځایونه په نښه شوي او ۲۲ جنګیالي وژل شوي دي. اسلام‌اباد همدارنګه ویلي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یې احتیاطي تدابیر نیولي وو.


خو د یوناما له‌خوا د لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړو د وژل کېدو تایید، چې ډېری یې ماشومان دي، د ملکي وګړو د زیانونو د مخنیوي په اړه د پاکستان ادعا له جدي پوښتنو سره مخ کوي.

 
 
bottom of page