top of page

یوناما: طالبانو له محرم پرته ښځې له پېر او روغتیايي خدمتونو محرومې کړې دي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 12 hours ago
  • 2 min read
Image: © Hoshang Hashimi / AFP / Getty Images

afghan women
Image: © Hoshang Hashimi / AFP / Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په خپل تازه راپور کې وايي، د طالبانو محتسبانو په یو شمېر ولایتونو کې له محرم پرته ښځې له پېر، روغتیايي خدمتونو او ازاد تګ راتګ څخه منع کړې دي.


د دغه راپور له مخې، چې د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) خپور شوی او د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر جون پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت رانغاړي، طالبانو هټیوال او د روغتیايي مرکزونو کارکوونکي له محرم پرته ښځو ته د خدمتونو وړاندې کولو له امله ګواښلي او مجازات کړي دي.


یوناما وايي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبانو د مې په ۲مه، د کندهار ښار د سینګاري توکو او ښځینه محصولاتو له څو هټیو لیدنه وکړه او هټیوالو ته یې امر وکړ چې له محرم پرته ښځو ته هېڅ ډول توکي ونه پلوري.


د مې په ۲۱مه، د طالبانو محتسبانو د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ له یوه روغتیايي مرکز څخه هم لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې له محرم پرته ښځو ته باید روغتیايي خدمتونه وړاندې نه شي. هغوی همدارنګه ویلي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې باید د کار پر مهال له خپل محرم سره حاضرې شي.


یوناما په لوګر کې هم یوه پېښه ثبت کړې چې د طالبانو محتسبانو یوې ښځې ته، چې له محرم پرته د خوراکي توکو د پېر لپاره بازار ته تللې وه، خبرداری ورکړ. طالبانو هغه هټیوال، چې دې ښځې ته یې توکي پلورلي وو، په څپېړه وواهه او د څو ساعتونو لپاره یې بندي کړ.


د یوناما په وینا، دغه هټیوال د سیمې د مشرانو له منځګړیتوب او د یوه ژمن‌لیک تر لاسلیک وروسته خوشې شو. د ژمن‌لیک له مخې، هغه باید بیا له محرم پرته ښځو ته توکي ونه پلوري.


په یوه بله پېښه کې په بدخشان کې، د طالبانو محتسبانو هغه ښځې، چې له محرم پرته د پېر لپاره بازار ته تللې وې، د «مناسب حجاب» د نه لرلو له امله تر پوښتنو لاندې ونیولې. کله چې یوه هټیوال د دغو ښځو ملاتړ وکړ، طالبانو امر وکړ چې هټۍ یې د درېیو ورځو لپاره وتړل شي او کلی یې ترې واخیست.


دغه هټیوال په درېیمه ورځ، کله چې د خپلې هټۍ د کلي اخیستو لپاره ورغی، د طالبانو له مسئولانو سره یې لفظي شخړه وکړه او طالبانو د څو ساعتونو لپاره بندي کړ. هغه د سیمې د مشرانو له مداخلې وروسته خوشې شو.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان د خپلې نږدې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو د تګ راتګ ازادي، خدمتونو ته لاسرسی او په عامه ژوند کې د هغوی حضور په سختۍ محدود کړی دی. د ښځو د حقونو فعالان د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو ټولګه «جنسیتي اپارتاید» بولي.

 
 
bottom of page