top of page

یوناما: طالبانو په هرات کې لږ تر لږه ۳۰ ښځې او نجونې نیولې دي

Writer: Zan News
Zan News
Jul 28
2 min read
Image: © Mashal / Xinhua / MAXPPP
Image: © Mashal / Xinhua / MAXPPP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) په خپل تازه راپور کې وايي، طالبانو په هرات ښار کې د خپلې خوښې حجاب د پلي کولو د کمپاین پر مهال، لږ تر لږه ۳۰ ښځې او نجونې نیولې او د هرات ولایت زندان ته یې لېږدولې دي.


د دغه راپور له مخې، چې د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۶مه) خپور شو، دا نیونې د روان کال د جون له ۶مې تر ۸مې ترسره شوې دي. نیول شوې ښځې او نجونې وروسته له هغه خوشې شوې چې د طالبانو له خوا د ټاکل شوي پوښښ د رعایت ژمنه یې وکړه.


یوناما وايي، د طالبانو والي د دغو نیونو له پیلېدو دوه ورځې مخکې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له مسئولانو سره یوځای، د خلکو له استازو وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي ښځې له کوره د وتلو پر مهال د طالبانو د خوښې حجاب احکام رعایتوي. یوه ورځ وروسته، دا پیغام د جمعې د لمانځه پر مهال د ښار په جوماتونو کې اعلان شو.


یوناما ته د شاهدانو د روایتونو له مخې، په یوه مورد کې یوه ښځه له خپلو نارینه خپلوانو سره یوځای ونیول شوه. په یوه بل مورد کې، یوه مور چې نه یې غوښتل خپله لور یوازې پرېږدي، له هغې سره یوځای ونیول شوه.


یوناما همدارنګه د هرات د جبرئیل سیمې د اوسېدونکو اعتراض ته اشاره کړې ده. دا اعتراض د جون په ۹مه، د ښځو د نیولو او د اجباري حجاب د پلي کولو په غبرګون کې ترسره شو.


د راپور له مخې، د طالبانو ځواکونو اعتراض په وهلو ټکولو او ډزو سره وځاپه چې په پایله کې یې یو هلک ووژل شو، لږ تر لږه څلور کسان ټپیان او لږ تر لږه ۱۷ معترضان ونیول شول.


یوناما وايي، له دې اعتراض وروسته، د طالبانو استخباراتو خلک په سړکونو کې درول او د لاریون اړوند انځورونو، ویډیوګانو او پیغامونو د موندلو لپاره یې د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه پلټل. هغه کسان چې په ټیلیفونونو کې یې د اعتراض اړوند محتوا موندل کېده، نیول کېدل او پوښتنې ترې کېدې.


دغو فشارونو د هرات په سړکونو او عامه ځایونو کې د ښځو حضور د پام وړ کم کړ. یوناما وايي، ډېرو ښځو د نیول کېدو له وېرې له کوره له وتلو ډډه کوله.


د پوښښ محدودیتونو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم ګډوډ کړی دی. د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې، وروسته له هغه چې طالبانو روغتونونو، سوداګریزو مرکزونو، هټیو او ادارو ته امر وکړ چې له برُقع پرته ښځو ته د ننوتلو اجازه ور نه کړي، بې‌پولې ډاکټرانو د هرات په ولایتي روغتون کې د ناروغانو د منلو کچه ۲۸ سلنه کمه وبلله.


یوناما وايي، په هرات کې ښځې د طالبانو د پوښښ د ډول په اړه له بېلابېلو او متضادو امرونو سره مخ شوې دي. ځینو ښځو ته ویل شوي چې له برُقع پرته ادارو ته د ننوتلو اجازه نه لري، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو ته ویل شوي چې د چادر او ماسک اغوستل بسنه کوي.


د طالبانو له خوا ټاکل شوي پوښښ ته د ښځو اړ ایستل او د جامو د ډول له امله د هغوی مجازات کول، د تګ راتګ پر ازادۍ، خدمتونو ته پر لاسرسي او په عامه ژوند کې د ښځو پر حضور د طالبانو د پراخو محدودیتونو یوه برخه ده.

 
 
bottom of page