top of page

یوناما له طالبانو د درېیو خبریالانو د نیولو په اړه وضاحت وغوښت

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • May 14
  • 1 min read
Social Media
Social Media

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو له‌خوا د لږ تر لږه درېیو خبریالانو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


دې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۴مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا خبریالان په نامعلومو تورونو نیول شوي دي.


یوناما همداراز د طالبانو له‌خوا د تلاشیو پر مهال له خبریالانو سره د چلند او د هغوی د وسایلو د ضبطولو په اړه له راپورونو اندېښنه څرګنده کړې ده.


دې ادارې له طالبانو غوښتي چې د دغو خبریالانو د نیولو قانوني دلیل او پر هغوی لګول شوي تورونه روښانه کړي.


یوناما همداراز ټینګار کړی چې قانوني بهیر او د نیول شویو کسانو حقونه باید په هر حالت کې رعایت شي.


د یوناما په اعلامیه کې راغلي چې ازادې، خپلواکې او خوندي رسنۍ د افغانستان د ټولنې د شفافیت، ځواب‌ویلو او سلامت لپاره ضروري دي.


یوناما له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د ګواښ، ځورونې او غچ‌اخیستنې له وېرې پرته کار وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ طالبانو د طلوع‌نیوز خبریالان عمران دانش او منصور نیازی، او د پیگرد خبري اژانس مسوول احمد جاوید نیازی، په کابل کې ونیول.

 
 
bottom of page