top of page

یوناما: پر ښځو محدودیتونه له افغانستان سره د نړیوالې پانګونې او تعامل پر وړاندې خنډ دي

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 2 days ago
  • 2 min read
Image: © AFP / Getty Images
afghan women taliban
Image: © AFP / Getty Images

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي، پر ښځو او نجونو د طالبانو سختو محدودیتونو ژورې ټولنیزې او اقتصادي پایلې لرلې او په افغانستان کې د نړیوال تعامل او پانګونې د پراختیا پر وړاندې په یوه اصلي خنډ بدل شوي دي.


دغه بنسټ ټینګار کړی چې په زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې د ښځو له بشپړ ګډون پرته تلپاتې سوله او هوساینه ممکنه نه ده.


یوناما واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د وسله‌والو نښتو له کمېدو سره سره، پر ښځو او نجونو مخ په زیاتېدونکي محدودیتونه لا هم د دغه هېواد د بیارغونې او پرمختګ مخه نیسي.


د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي چې «تلپاتې سوله او هوساینه یوازې د شخړې په نه شتون سره نه ترلاسه کېږي» او د افغانستان راتلونکی په داسې یوې ټولنې پورې تړلی دی چې پکې د ټولو وګړو حقونو او وړتیاوو ته درناوی وشي او بنسټونه مسؤل او حساب ورکوونکي وي.


هغې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي، څو هغوی وکولای شي په زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې بشپړ ګډون ولري او اساسي حقونه او ازادۍ یې خوندي شي.


د یوناما د اعلامیې له مخې، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو یوازې د هغوی پر ژوند اغېز نه دی کړی، بلکې د ټول افغانستان لپاره یې سمدستي او اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي پایلې هم رامنځته کړې دي. دغه بنسټ ویلي چې د دې محدودیتونو دوام د نړیوال ملاتړ، همکارۍ او پانګونې د جلبولو لپاره د افغانستان فرصتونه هم کم کړي دي.


یوناما همدارنګه د مدني فضا او د بیان پر ازادۍ محدودیتونه، او د بشري مرستو د سازمانونو او ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه، له هغو عواملو بللي چې نړیوال ملاتړ او همکاریو ته د افغانستان لاسرسی محدودوي.


دغه بنسټ ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، ملګرو ملتونو د بشري مرستو، اساسي خدمتونو او په سیاسي او بشري حقونو برخو کې د فعالیتونو له لارې د افغانستان له خلکو خپل ملاتړ ته دوام ورکړی دی.


یوناما په ورته وخت کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپل اصول‌محور او عملي تعامل ته دوام ورکړي. د دغه بنسټ په وینا، دا تعامل باید د افغانستان د خلکو له غوښتنو ملاتړ وکړي او په نړیواله ټولنه کې د دغه هېواد د بیا ادغام زمینه برابره کړي.


دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، د افغانستان ښځې او نجونې لا هم پر زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې د حضور له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. یوناما ټینګار کړی چې د دغو محدودیتونو لرې کول نه یوازې د ښځو د حقونو لپاره، بلکې د افغانستان د ثبات، پرمختګ او اقتصادي راتلونکې لپاره هم اړین دي.

 
 
bottom of page