top of page

یونسکو او یونیسف: د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې د زده‌کړو کیفیت له جدي بحران سره مخ دی

Writer: Zan News
Zan News
Nov 5
2 min read
A girl wearing a red headscarf reads a book beside a window, with sunlight illuminating her face and the pages. Several potted plants are visible on the windowsill.
Photo: UNICEF / Khayyam

په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې نجونې یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي ته د تلو اجازه لري، یونسکو او یونیسف ویلي چې د زده‌کړو کیفیت په همدې پړاو کې هم له جدي بحران سره مخ دی. د دوی په وینا، د څلورم ټولګي یوازې څلورمه برخه زده‌کوونکي توانېدلي چې د درېیم ټولګي د ریاضیاتو په برخه کې د تمې وړ لږ تر لږه مهارت ترلاسه کړي.


دغو دوو بنسټونو د چهارشنبې په ورځ د (لړم په ۱۲مه) په یوه ګډ راپور کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د څلورم ټولګي د څه باندې ۵۵ زره زده‌کوونکو ارزونې ښودلې چې له نیمایي څخه کم یې د درېیم ټولګي په کچه د ژبې لږ تر لږه تمه کېدونکي مهارتونه، لکه لوستل او د متن پوهېدل، ترلاسه کړي دي.


یونسکو او یونیسف په خپل ګډ راپور «په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان د زده‌کړو وضعیت» کې ښوونځیو ته د ماشومانو لاسرسی، د زده‌کړو کیفیت او د نجونو او ښځو پر تحصیلي راتلونکي د طالبانو د محدودیتونو اغېزې څېړلې دي. دغو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د محدودیتونو دوام او د ښوونیزو امکاناتو کمښت د میلیونونو افغان ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی.


د راپور له مخې، په افغانستان کې د لومړني ښوونځي د عمر ۵۳ سلنه ماشومان د رسمي عامه زده‌کړو له نظام څخه بهر دي. په همدې حال کې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې د طالبانو د بندیزونو له امله له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي.


دغو دوو بنسټونو ویلي چې یو شمېر له ښوونځیو محرومې نجونې د سیمه‌ییزو ښوونیزو ټولګیو او لرې واټن زده‌کړو د پروګرامونو له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي. د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر میاشتې پورې شاوخوا ۵ زره او ۳۰۰ سیمه‌ییز ښوونیز ټولګي د نږدې ۱۶۲ زره زده‌کوونکو لپاره فعال وو چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.


خو یونسکو او یونیسف ټینګار کړی چې دغه پروګرامونه د رسمي ښوونځیو او حضوري زده‌کړو ځای نه شي نیولای.


په راپور کې راغلي چې د ښوونځي د عمر ماشومانو د شمېر زیاتوالي، د کډوالو پراخې راستنېدنې او د پوهنې په برخه کې د پانګونې کمښت پر ښوونځیو او ښوونکو فشار زیات کړی دی. د دغو دوو بنسټونو په وینا، د ښوونځي د عمر ماشومانو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې له شاوخوا ۱۰.۴ میلیونو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۱.۵ میلیونو ته لوړ شوی دی.


یونسکو او یونیسف همدارنګه ویلي چې په دولتي لومړنیو ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د شمېر له زیاتېدو سره سره، ښوونیز امکانات د نفوس له زیاتوالي سره هم‌مهاله نه دي پراخ شوي او ډېر ماشومان باکیفیته زده‌کړو ته له لاسرسي محروم پاتې شوي دي.


دغو دوو بنسټونو د نجونو او ښځو پر زده‌کړو د بندیزونو د لغوه کېدو، د پوهنې په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي، د ښوونکو د وړتیاوو د پیاوړتیا او د ښو ښوونیزو امکاناتو د برابرولو غوښتنه کړې ده.


یونسکو او یونیسف خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د زده‌کړو د وضعیت د ښه کولو لپاره بېړني اقدامات ونه شي، ښایي د ماشومانو یو بشپړ نسل د زده‌کړې او پرمختګ فرصت له لاسه ورکړي. دا وضعیت به د هېواد راتلونکی هم له جدي پایلو سره مخ کړي.

 
 
bottom of page