top of page

یونیسف: افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ د بحران د اوج په درشل کې دی

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 3 days ago
  • 1 min read
Image: UNICEF/UN0877098/Khayyam

Afghanistan on Brink of Peak Child Malnutrition Crisis
Image: UNICEF/UN0877098/Khayyam

یونیسف په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د غذایي ناامنۍ له امله د خوارځواکۍ له لوړ خطر سره مخ دي.


دې بنسټ ویلي چې افغانستان د خوارځواکۍ د اوج فصل په درشل کې دی. د راپور له مخې، په افغانستان کې نږدې نیمايي له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له امله د قد له ټیټوالي سره مخ دي او ۱۰.۳ سلنه یې په شدیدې یا منځنۍ ډنګرۍ اخته دي.


یونیسف ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ سلنه کوچني ماشومان په غذایي فقر کې ژوند کوي او ډېر یې هره ورځ یوازې یو یا دوه ډوله خواړه خوري؛ هغه څه چې د ماشوم د سالمې ودې لپاره بسنه نه کوي.


ډاکټر تاج‌الدین اویواله، په افغانستان کې د یونیسف استازي، ویلي چې کوچني ماشومان د خوارځواکۍ د اوج فصل له پیل مخکې هم خطرناک حالت ته نږدې شوي دي. هغه ټینګار کړی چې باید مخکې له دې چې ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ مرحلې ته ورسېږي، اقدام وشي.


یونیسف د ماشومانو د تغذیې د ساتنې لپاره، په ځانګړي ډول د ۶ تر ۲۳ میاشتو ماشومانو او امېندواره ښځو لپاره، د بېړنۍ مرستې او زیاتې پانګونې غوښتنه کړې ده.


دا خبرداری په داسې حال کې مطرح کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، فقر، بېکاري او د نړیوالو مرستو کموالي میلیونونه کورنۍ له سخت غذایي بحران سره مخ کړې دي.

 
 
bottom of page