top of page

یونیسف: د افغانستان تعلیمي نظام بحراني پړاو ته رسېدلی دی

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 5 days ago
  • 1 min read
Image source: UNICEF Afghanistan / X
Image source: UNICEF Afghanistan / X

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف خبرداری ورکړی چې د افغانستان تعلیمي نظام بحراني پړاو ته رسېدلی دی.


یونیسف د سې‌شنبې په ورځ (۷ سلواغه) په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې له ۹۰ سلنې ډېر ۱۰ کلن ماشومان د ساده متن د لوستلو توان نه لري.


د دې ادارې په وینا، دغه شمېرې په افغانستان کې د «ښوونځي ته تګ پرته له زده کړې» د بحران ښکارندويي کوي.


یونیسف ټینګار کړی چې په بنسټیزو زده کړو، سواد او د حساب مهارتونو کې دوامدارې پانګونې د هر ماشوم د بریا د تضمین لپاره اړینې دي.


تر دې مخکې، یونیسف او یونسکو اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې د طالبانو له لوري د لګېدلو محدودیتونو له امله له ښوونځي پاتې شوې دي.

 
 
bottom of page