top of page

یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز پر لغوه کېدو ټینګار وکړ

  • Writer: Zan News
    Zan News
  • 4 days ago
  • 1 min read
Image: UNICEF Afghanistan / X
Image: UNICEF Afghanistan / X

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف وايي چې د افغانستان تعلیمي نظام له جدي خنډونو سره مخ دی، خو د بیا رغونې امکان یې شته.


یونیسف د چهارشنبې په ورځ (۸ سلواغه) په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه پیغام کې په افغانستان کې د نجونو د منځنیو زده کړو د بندیز د لغوه کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.


په دغه پیغام کې ویل شوي: «د نجونو د منځنیو زده کړو د بندیز لغوه کېدل نجونو ته دا زمینه برابروي چې مهارتونه ترلاسه کړي، د روغتیا په څېر حیاتي مسلکونو ته ننوځي او کورنۍ، ټولنې او د هېواد راتلونکی پیاوړی کړي.»


یونیسف تر دې مخکې هم خبرداری ورکړی و چې د افغانستان تعلیمي نظام بحراني پړاو ته رسېدلی او په هېواد کې له ۹۰ سلنې ډېر ۱۰ کلن ماشومان د ساده متن د لوستلو توان نه لري.


د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې منع شوې دي او د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، له دوو میلیونو ډېرې تنکۍ نجونې د دغو محدودیتونو له امله له ښوونځي پاتې شوې دي.

 
 
bottom of page