
د لټون پایلې
229 results found with an empty search
- اروپايي اتحاديې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي
Photo: EU in Afghanistan / UNICEF via X د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپايي اتحاديې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرستې ځانګړې کړې دي. یونیسف ویلي چې د افغان مهاجرو له پاکستان او ایران څخه د بېرته ستنېدو د ډېرېدو له امله پر حمایوي خدمتونو سخت فشار راغلی، او دغه مرستې به د «افغان ماشومان په حرکت کې» پروګرام ته ځانګړې شي؛ پروګرام چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستنېدونکي ماشومان تر پوښښ لاندې راولي. د یونیسف د اعلامیې پر بنسټ، دا بنسټ په راتلونکو دریو کلونو کې ۱۸۰ زرو ماشومانو او کورنیو ته خدمتونه وړاندې کوي، چې په کې له کورنیو بېل شوو ماشومانو ته عاجل پاملرنه هم شامله ده. یونیسف ټینګار کړی چې دغه مرستې به د اسلامقلعه، میلک، سپین بولدک او تورخم په پولو کې له ټولنیزو اوږدمهالو حل لارو سره وتړل شي، څو کورنۍ وکولای شي خپل ژوند بېرته ورغوي او د ناامنو مهاجرتونو خطر کم شي. دغه بنسټ زیاته کړې چې یوازې تېر کال یې په افغانستان کې له ۱۴ زرو هغو ماشومانو سره مرسته کړې چې له خپلو کورنیو بېل شوي وو.
- نړیوالې کډوالۍ سازمان له پنځه زرو څخه ډېرو ستنېدلو ښځو سره مرسته کړې ده
Photo: IOM Afghanistan / UN Migration د نړیوالې کډوالۍ سازمان ویلي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې له ۵۶۲۷ هغو افغان ښځو سره مرسته کړې چې له پاکستانه بېرته ستنې شوې دي. دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ (د وږي درېیمه) ویلي چې ستنېدلو ښځو ته د روغتیا، مشورې او د ژوند د بیا رغونې په برخو کې مرستې برابرې شوې دي. یادې مرستې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په همکارۍ ترسره شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان سلګونه زره افغان کډوال، په کې ښځې او نجونې هم شاملې دي، په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي؛ هغه هېواد چې هلته د نجونو زدهکړې بندې دي او طالبان ښځې له ډېرو ټولنیزو او مسلکي ډګرونو محرومې کړي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو بېرته ستنېدل افغانستان ته، هغوی د طالبانو د سختو محدودیتونو او ګواښونو له لا زیاتو خطرونو سره مخامخ کوي.
- په دوو ترافیکي پېښو کې په بلخ او بدخشان کې شپږ تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې دي، وژل شوي دي
Social Media په دوو جلا ترافیکي پېښو کې چې د بلخ او بدخشان ولایتونو کې رامنځته شوې، لږ تر لږه شپږ تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي، وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي. د بدخشان د طالبانو امنیه قومندانۍ پرون (د وږي دویمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کوهستان ولسوالۍ په یوه پېښه کې درې تنه، چې یوه ښځه، یو سړی او یو ماشوم وو، وژل شوي دي. په دې پېښه کې پنځه تنه نور ټپیان شوي او د پېښې علت د سړک خرابوالی بلل شوی دی. په بلې پېښه کې چې د حیرتان–مزارشریف پر لاره رامنځته شوې، درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي. د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. یاده دې وي چې دا پېښې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې هم د بغلان په ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲۴ تنه ټپیان شوي وو، او تېره اوونۍ د هرات په یوه پېښه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د سوځېدو له امله ۷۹ تنه خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
- د اسراییلو هوايي برید په غزه کې پر یوه روغتون ۱۴ تنه وژلي، چې څلور خبریالان هم پکې شامل دي
Photo: Mahmud Hams / AFP via Getty, published by The New Arab د اسراییلو په هوايي برید کې چې د غزې په جنوبي برخه کې د «ناصر» پر روغتون شوی، لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي، چې څلور خبریالان هم پکې شامل دي. الجزیرې د غزې د رسنیو دفتر له قوله راپور ورکړی چې «حسام المصري، محمد سلامه، مریم ابودقه او معاذ ابوطه» هغه څلور خبریالان دي چې د دوشنبې په ورځ (د وږي درېیمه) په دې برید کې وژل شوي دي. محمد سلامه د عکاس په توګه له الجزیرې سره کار کاوه. رویټرز لیکلي چې حسام المصري د دې خبري آژانس له ډلې د ویډیو اخیستونکي په توګه همکاري لرله او په دې برید کې وژل شوی دی. د رویټرز بل عکاس حاتم خالد هم ټپي شوی دی. د الجزیرې په وینا، مریم ابودقه یوه ازاده خبریاله وه چې له رسنیو لکه ایندیپندنت عربي او اسوشیتېدپرس سره یې همکاري لرله. معاذ ابوطه بیا له NBC شبکې سره کار کاوه. له دغو څلورو خبریالانو سره د وژل شویو خبریالانو شمېر د غزې د جګړې له پیله تر اوسه له ۲۰۰ اوښتی، چې دا جګړه د خبریالانو لپاره د معاصر تاریخ تر ټولو وژونکې جګړه ګرځوي. د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. یاده دې وي چې یوه اوونۍ وړاندې هم د الجزیرې یو خبریال په غزه کې د اسراییلي پوځ د برید هدف ګرځېدلی و.
- ملګري ملتونه: دوامداره سوله د ښځو له حضوره پرته ناشونې ده
Photo: Reuters / via VOA News د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې جګړې پر ښځو او نجونو ویجاړوونکې پایلې لري، خو ښځو په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې خوځښتونه رهبري کړي او له شخړو وروسته یې د ټولنو په بیا رغونه کې مهم رول لوبولی دی. دغه سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي دویمه) په خپله د ایکس په پاڼه لیکلي چې د دوامدارې سولې او برابري د ټینګېدو لپاره باید زیاتې ښځې د پرېکړو کولو په بهیرونو او خبرو اترو کې برخه ولري. په پیغام کې ټینګار شوی دی: «نړۍ سولې ته اړتیا لري او سوله ښځو ته اړتیا لري.» دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې ښځې له خپلو تر ټولو لومړنیو حقونو محرومې شوې دي. په تېرو څلورو کلونو کې، هغوی له ټولو ټولنیزو او سیاسي ډګرونو څنډې ته کړل شوې او غږ یې د پرېکړو له جوړښتونو لرې کړل شوی دی.
- په اسلاماباد کې د سلګونو افغان کورنیو آوارګي
Photo: Akhtar Soomro / Reuters سلګونه افغان کورنۍ وروسته له هغه چې د پاکستان د حکومت له فشارونو او د کورونو له کرایې د مالکانو لهخوا شړل شوې، اړ شوې چې د اسلاماباد د ارجنټاین پارک ته پناه یوسي. دغه کورنۍ اوس په سختو او غیر صحی شرایطو کې ژوند کوي او له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. د پاکستاني رسنیو په وینا، شاوخوا ۳۰۰ افغان کورنۍ له هغه وروسته په دې پارک کې سرګردانه دي چې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د سیاستونو په بدلېدو او د پاکستان د حکومت په فشارونو کې ډېرښت راغی. د دغو کورنیو په منځ کې د افغانستان پخوانۍ ښځینه پولیسې هم شاملې دي چې وايي د طالبانو د ګواښونو او تاوتریخوالي له امله یې له هېواده تېښته کړې. د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې افغان مهاجرین د سختو بارانونو پر مهال د اسلاماباد په پارک کې د پلاستیکي خېمو لاندې ژوند کوي. رویټرز د ۲۶ کلنې سامیې له قوله لیکلي: «کله چې زوی مې اووه ورځنی و، موږ دې ځای ته راغلو. اوس ۲۲ ورځې کېږي چې په دې پارک کې ژوند کوو. زوی مې ناروغ و خو د درملنې لپاره هېڅ ډاکټر نه و.» ساهره بابر، بله حامله ښځه چې په همدې پارک کې ژوند کوي، ویلي: «که زما ماشوم په دې شرایطو کې وزېږي، زموږ به څه حال شي؟» هغې زیاته کړې چې د پاکستان پولیسو د دوی د کور مالک ته امر کړی و چې یوازې د افغان توب له امله یې کورنۍ له کوره وباسي. سرچینې وايي چې د اسلاماباد پولیسو څو ځله له دې کورنیو غوښتنه کړې چې پارک پرېږدي، کنه د شړلو او نیولو له ګواښ سره به مخ شي. دا پناه غوښتونکي وايي چې د شړلو او بېکورۍ تر ګواښ لاندې دي او افغانستان ته ستنېدل ورته د مرګ په مانا دي. په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ (UNHCR) د دغو کورنیو وضعیت «مخاطرهناک» بللی او په پاکستان کې یې د نوملیکنې د یوه میکانیزم غوښتنه کړې ده. دې ادارې ټینګار کړی چې هېڅ مهاجر باید هغه هېواد ته وانه ستول شي چې ژوند یې پکې په خطر کې وي. یاده دې وي چې د راپورونو له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له پاکستانه له یو میلیونو څخه ډېر افغان مهاجر شړل شوي دي، چې له ۲۰۰ زرو ډېر یې د روان کال د اپریل وروسته. په همدې وخت کې، ایران هم د یو میلیونو نورو افغان مهاجرو د شړلو پروګرام پیل کړی، چې مرستندویه سازمانونه یې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل راهیسې د پناه غوښتونکو د ستنېدنې تر ټولو ستر بحران بللی دی.
- په میدان وردګو کې د نه چاودلي هاوان د مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی
Social Media د میدان وردګو ولایت د چک په ولسوالۍ کې د نه چاودلي هاوان د مرمۍ د چاودنې په پایله کې یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي. دغه پېښه د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) د کوز خوات په کلي کې رامنځته شوې ده. د طالبانو د طبیعي پېښو د مبارزې اداره وايي، چاودنه هغه مهال شوې چې ماشومان له مکتب وروسته د کور پر لور روان وو. په همدې حال کې، روغتیايي سرچینو تایید کړې چې ټپیان درملنیزو مرکزونو ته انتقال شوي او د ځینو حالت نازک دی. یاده دې وي چې افغانستان لا هم د ماینونو او د نه چاودلو مهماتو له امله د نړۍ له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۵۶۴ تنه د دغو موادو د چاودنو له امله وژل شوي چې ۴۳۴ تنه یې ماشومان وو.
- د طالبانو تر محدودیتونو لاندې د افغانستان ښځې د هېواد پرېښودو هیلې لري
Photo: Omer Abrar / AFP, via RFI د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ هغوی له زدهکړې او کاره محرومې شوې دي او ډېری یوازې د هېواد پرېښودو هیلې په زړه کې لري. د فرانسې نړیوالې راډیو (RFI) د یکشنبې په ورځ (د وږي دویمه) راپور ورکړی چې شیلا نوري، په فرانسې کې د افغان ښځو د سازمان بنسټايښودونکې، وروسته له څلورو کلونو لومړی ځل افغانستان ته سفر وکړ. هغې په دې سفر کې له ۱۵ ولایتونو لیدنه وکړه او له ښځو، نجونو او سړیو سره یې د هغوی د ژوند د وضعیت او رواني ستونزو په اړه خبرې وکړې. د نوري په وینا، نجونې له ۱۳ کلنۍ وروسته له زدهکړو پاتې شوې دي او ډېری ښځې او نجونې په خراب رواني حالت کې ژوند کوي. هغې وویل چې د ښځو لاسرسی کار، د تفریح ځایونو او روغتیايي خدمتونو ته هم خورا محدود شوی دی. نوري زیاته کړه چې ماشومان هم تر فشار لاندې دي او ډېری یې اړ دي د کورنۍ د مرستې لپاره په کوڅو او سړکونو کې کار وکړي. هغې همداراز وویل چې د هېواد پرېښودو هڅې له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ د پاسپورټ او ویزې اخیستل هم ډېر لګښت لري او هم ستونزمن دي. په همدې حال کې، ګڼ شمېر افغانان هیله لري چې نړیواله ټولنه پر طالبانو فشارونه ډېر کړي، څو د ښځو د بېرته ستنېدو لپاره د زدهکړو او کار زمینه برابره شي.
- څېړنیز راپور: له ایرانه راګرځېدلې له ۶۰ سلنې زیاتې ښځې له سختو رواني ستونزو سره مخ دي
Photo: The New York Times, via The Japan Times «د ژوند پای ښايي تر کورني زندان غوره وي» د زننیوز وروستۍ موندنې ښيي، چې په تېرو دریو میاشتو کې له ایرانه په جبري ډول ایستلې او افغانستان ته راګرځېدلې تر ۶۰ سلنې زیاتې ښځې او نجونې له سختو ذهني او رواني ستونزو سره مخ شوي دي. دغه پایلې د یوې میداني څېړنې پر بنسټ ترلاسه شوې دي، چې په هغې کې له ۲۰۰ راګرځېدلو ښځو او نجونو سره په دریو پولهییزو ولایتونو کې ــ فراه، هرات او نیمروز ــ مخامخ مرکې شوې دي. په هر یو ولایت کې شاوخوا ۶۷ تنه راګرځېدلې ښځې تر پوښتنو لاندې نیول شوې دي. هغه ښځې چې د زننیوز پوښتنو ته یې ځوابونه ویلي، ډېری وخت د بېپناهۍ احساس، ژور خپګان، اضطراب، د ځان وژنې فکرونه او د ژوند د دوام د هڅې نهلرل یاد کړي دي. موندنې ښيي، چې دا رواني ستونزې سمدستي له ایستلو وروسته پیل شوې او د اوونیو په تېرېدو نه یوازې کمې شوې نه دي، بلکې په ډېرو مواردو کې لا پسې زیاتې شوې دي. گلثوم، یوه ۲۲ کلنه نجلۍ چې بېرته نیمروز ته راګرځېدلې، وایي: «په ایران کې، که څه هم ستونزې ډېرې وې، خو ځان ته مې راتلونکی انځوروه، خو اوس په داسې کور کې یم چې د باندې وتلو اجازه هم نه لرم. هره ورځ فکر کوم دا ژوند څه ګټه لري، درې ځله مې د ځان وژنې هڅه وکړه، خو بریالۍ نه شوم. ښايي د ژوند پای د کورني زندان نه غوره وي.» په هغو کسانو کې چې ورسره مرکې شوې دي، تنکې نجونې او ځوانې تر نورو ډېر د رواني زیانونو له ګواښ سره مخ دي. ډاکتران د هرات او فراه په کلینیکونو کې هم تأییدوي چې د رواني ستونزو لرونکو ډېری مراجعین د ۱۴ تر ۲۷ کلونو پورې نجونې جوړوي. د دوی په وینا، دغه نجونې د ژور خپګان، بېخوبۍ، مزمن اضطراب، د هویت ګډوډۍ او د ځان وژنې د فکرونو له نښو سره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي. ډاکتر زرمينه، چې په هرات کې یوه روانشناسه ده، وایي: «د دې مراجعینو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی. موږ په تېرو دریو میاشتو کې له داسې څپې سره مخ شوو چې ګڼ شمېر نجونې یې را وستلې وې، د دوی ژوند د بېرته راګرځېدو وروسته په بشپړ ډول له منځه تللی دی. دوی ځان ته راتلونکی نه ویني، ځکه مکتب، کار او آزادي یې له لاسه ورکړې ده.» د دې څېړنې د معلوماتو له مخې، د بېرته راګرځېدلو ښځو د رواني وضعیت د خرابېدو اصلي لاملونه دا دي: جبري او بېچمتووالي ستنېدل داسې هېواد ته چې ناامنه او بېثباته دی د ملاتړ، اقتصادي او رواني امکاناتو نشتون له ستنېدو وروسته د طالبانو محدودوونکې تګلارې چې د ښځو فردي آزادۍ سختې راکمې کړي دي مرضیه، هغه زدهکوونکې چې تر لسم ټولګي پورې په ایران کې درس ویلی و او اوس له جبري ایستلو وروسته په فراه کې ژوند کوي، زننیوز ته وایي: «په ایران کې مې زدهکړې کولې او د خپل سبا لپاره مې خوبونه لرل، خو اوس دومره اجازه هم نه لرم چې له کوره ووځم. یوازې د شپې دا فکر راځی چې څنګه ځان خلاص کړم او خپل ژوند پای ته ورسوم.» د دې څېړنې د معلوماتو له مخې، ډېری مرکې شوې ښځې یا د ځان وژنې هڅونې درلودې او یا یې د هغې هڅه کړې ده، چې د کورنۍ یا خپلو ملګرو په مرسته له مرګه ژغورل شوې دي. فریده محمدي، یوه منځنۍ عمر لرونکې ښځه چې له ایرانه ایستل شوې او اوس له خپل معلول مېړه سره په هرات کې ژوند کوي، وایي تر اوسه یې څلور ځله د ځان وژنې هڅه کړې، خو نه ده توانېدلې خپل ژوند پای ته ورسوي. هغې زیاته کړه: «زه څلور ځله په خدای قسم دی چې غوښتل مې ځان ووژنم، له دې ژوند ستړې شوې یم. په هر څه چې لاس مې ورشي غواړم ځان خلاص کړم، ځکه هیڅ نه لرم، کار نه شته، اولادونه مې د ډوډۍ غوښتنه کوي، مېړه مې کار نشي کولای، له کومه یې برابر کړم، سرپناه هم نه لرو.» زننیوز په دې څېړنه کې په دقیق او منظم ډول، د مخامخ مرکو، جوړښتي پوښتنلیکونو او د تجربوي روانشناسي د تحلیل له لارې، د متخصصو مشاورینو په همکارۍ معلومات راټول کړي دي. د څېړنې اصلي شمېرې د ۲۰۰ راګرځېدلو ښځو له ډلې: له ۶۰ سلنې ډېرې (یعنې ۱۶۵ تنه) په ښکاره ډول د رواني اختلالاتو د تجربې خبره کړې ده. ۱۸ سلنه (یعنې ۳۶ تنه) لږ تر لږه یو ځل د ځان د ټپي کولو یا ځان وژنې هڅه کړې ده. ۹۳ سلنه (یعنې ۱۸۶ تنه) ویلي چې له ستنېدو وروسته یې د راتلونکي هیله په بشپړ ډول له لاسه ورکړې ده. د متخصصانو له خبرداري سره سره، تر اوسه هېڅ دولتي او یا غیر دولتي بنسټ د دې زیانمن قشر لپاره د رواني درملنې، مشورې یا د توانمندۍ جامع پروګرام نه دی پیل کړی. دا راپور د هغو ښځو غږ دی چې هېرې شوي دي؛ ښځې چې که څه هم له پوله اوښتي دي، خو اوس هم له درد، یوازېتوب او سرحدي اضطراب سره ژوند کوي. ښځې چې د ژغورنې لپاره یوازې ساه باسي.
- طالبانو په غزني کې دوه تنه، چې یوه ښځه هم پکې ده، شلاق وهلي دي
Social Media طالبانو په غزني ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه د «واده نه بهر اړیکې» په تور شلاق وهلي دي. د دې ډلې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ نېټه) خپره شوې، راغلي چې دغه دواړه کسان د چغتوي ولسوالۍ کې محاکمه شوي، او هر یو ته درې میاشتې بند او ۳۰ د شلاق سزا ورکړل شوې ده. دا پداسې حال کې ده چې د طالبانو د واک ته د بېرته ستنېدو له څلورمې کلیزې سره هممهاله، نړیوالو بنسټونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د دغې ډلې له خوا د بدني مجازاتو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې ده. طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، په ځلونو لسګونه ښځې او نارینه د بېلابېلو تورونو په تړاو د خلکو په مخ کې شلاق وهلي دي؛ دا یوه لړۍ ده چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي، خو طالبان لا هم دا کړنې د «شریعت پلي کول» بولي او توجیه کوي.









