top of page

د لټون پایلې

244 results found with an empty search

  • جبري شړل، بې‌سرنوشتي او د لوږې اوښکې؛ د بې‌سرپرسته افغان ښځو کیسه له ایرانه تر اخراج وروسته

    Photo: Wakil Kohsar/AFP via aljazeera په اسلام‌قلعه کې د مهاجرو په کمپ کې، چې د ایران او افغانستان ترمنځ پوله ده، ښځې داسې ولاړې دي، چې نه ورته د وطن د بیرته تګ هیله پاتې ده، نه د هغه خوا د ژوند دوام ته کومه لاره لري؛ دا هغه ښځې دي، چې کلونه‌یې په ایران کې د ژوند په څنډو کې تېر کړي دي. نجونې او ښځې چې په تر ټولو ټیټو کارونو کې، د ډېر لږ مزد او هېڅ ملاتړ پرته، کلونه په ایران کې تېر کړي؛ له تحقیره، له خپل هویت تر پښو لاندې کېدو، او د هم‌ژبهو ایرانیانو د سپکو خبرو سره؛ اوس، له جبري شړلو وروسته، داسې وطن ته راګرځېدلي دي، چې هلته څوک ورته منتظر نه دي. دغه بې‌سرپرسته ښځې، چې تازه هرات ته را رسېدلي، له خپل نامعلوم راتلونکي سره ډار لري او وایي، نه سرپناه لري، نه د خوړو نان، او نه د روڼ سبا هیله. زرغونه، ۳۸ کلنه، یوه بې‌سرپرسته مېرمن ده چې له خپلو درې ماشومانو سره بیرته وطن ته شړل شوې ده. هغې، لکه څنګه چې د سوځنده ګرمۍ خوله‌یې له تندي روانه ده، په ساه او خفګان سره وایي: «ایراني دولت موږ په زور وشړلو. چیغې مې ووهلې چې مې مېړه د افغانستان د ملي اردو سرتېری و، خو د طالبانو له راتګ مخکې شهید شو، خو بیا هم راته رحم و نه شو. زه دا درې یتیم ماشومان چې له ځان سره لرم، چیرته لاړه شم؟ نه نان لرم، نه سرپناه. له چا مرسته وغواړم؟ پرته له خدایه بل څوک نه لرم.» په هغو سلګونو زرو افغان مهاجرو کې، چې په وروستیو میاشتو کې له ایرانه په زور شړل شوي، زرګونه بې‌سرپرسته ښځې له خپلو وړو ماشومانو سره لیدل کېږي، چې یوازې یې اوږده لاره وهلې ده، او له لوږو ماشومانو، بې له وسایلو او د کور د ژوند اسانتیاوو، افغانستان ته ستنې شوې دي. شهلا، چې له دې بې‌سرپرستو ښځو څخه یوه ده، وایي چې د مزار ولایت اوسېدونکې ده او مېړه یې دولس کاله مخکې له لاسه ورکړی دی. «شلمه کاله مخکې له خپل مېړه سره ایران ته لاړم، هغه وخت نوې ناوې وم. اته کاله تېر شول، یعنی دولس کاله مخکې، مې مېړه پولیسو ونیو، ډېر یې وهلی ټکولی و. چې افغانستان ته راغی، تماس‌یې ونیو او ویې ویل چې تداوۍ ته ځي او بیا راګرځي، خو بیچاره وفات شو، ځکه ډېر وهل شوی و.» شهلا اوس د سرپرست د نشتوالي غم هېر کړی، خو د سرپناه نه‌درلودو درد‌یې له زړه نه وځي. «تر څو وخت مخکې مې ویل چې سرپرست نه لرم، ډېر رنځ مې ایسته، خو اوس چې خپل وطن ته راغلې یم، پوهېږم چې سرپناه نه لرم. دا ډېر دروند درد دی، چې له خپلو دوو لورګانو سره وطن ته راغلې یم، خو نه ځای لرم، نه سرپناه.» په مهاجرو موقتي کمپونو کې، د افغان ښځو او نجونو په سترګو او څېرو کې وېره، وحشت او اندېښنه ښکاري. زهره، ۲۷ کلنه، چې له خپلو دوو بچیانو سره د موقتي کمپ په یوه څنډه کې ناسته ده، وایي: «موږ پولیس ونیولو، له ایرانه‌یې وشړو، ویل‌یې خپل وطن ته لاړ شئ. خو دلته هېڅوک زموږ انتظار نه درلود. نه مو کور درلود، نه داسې کورنۍ چې راسره مرسته وکړي. زه واړه وم، کاکا مې یولس کلنۍ کې مې د یو سړي سره واده کړ، ویل‌یې پلار او مور دې په حادثه کې مړه شوي دي. مېړه مې په څاه کې کار کاوه، کار کې د ګاز له امله ومړ، کاکا مې هم له کوره وشړلم، زه د ایرانیانو په کورونو کې صفا کاره وم، د ژوند مصرف مې خپله پیدا کاوه.» هغې، چې سترګې‌یې له اوښکو ډکې دي او غږ‌یې له بې‌سرنوشته غمونو ډک دی، خبرې ته دوام ورکوي، وایي: «زه چې د ایران د تنباکو په کمپ کې وم، دومره پیسې نه لرلم چې خپلو بچیانو ته څه شی واخلم. بچیان مې شپه له لوږې ژړل، زه یوازې ورته کتلای شوم. اوس کېدای شي دلته د افغانستان په کمپ کې دولت موږ سره مرسته وکړي، خو وېره لرم چې بیا خپل ماشومان د لوږې له لاسه ژاړونکي ونه وینم.» که څه هم طالبان وایي چې د مهاجرو ستونزو ته د حل لاره لټوي او سهولتونه برابروي، خو لیدل کېږي چې له دې افغان مهاجرو د بېرته راتګ وروسته، هېڅ ډول بنسټیز امکانات د استوګنې او ملاتړ لپاره نه‌شته؛ په ځانګړې توګه هغو بې‌سرپرستو ښځو ته، چې تر ټولو زیات له پامه غورځول شوې دي.

  • د طالبانو تر سیورې لاندې د ښځینه سیاحت لارښودانې؛ افغان ښځې د بندیزونو تر منځ له بهرنیو ښځینه ګرځندویانو سره ملتیا کوي

    Image © Associated Press – Ebrahim Noroozi په هغه هېواد کې چې طالبان پر ښځو تر ټولو سخت محدودیتونه لګولي، یو شمېر افغان ښځې هڅه کوي چې د ښځو لپاره ځانګړي سیاحتي ټورونه جوړ کړي او د هیله‌مندۍ او مقاومت نوې کړکۍ پرانیزي. د اسوشیټډپرس خبري آژانس د راپور له مخې، سمیه منیري، چې له هغو لږو ښځینه سیاحت لارښودانو څخه ده، د طالبانو له خوا د ښځو پر ټولنیز حضور د پراخو بندیزونو سره سره، له بهرنیو ښځینه ګرځندویانو سره په بېلابېلو ښارونو کې ملګرې کېږي. سمیه منیري، ۲۴ کلنه نجلۍ ده چې د ځان‌روزنې له لارې د سیاحت لارښودۍ ته لاره پیدا کړې. نوموړې د یوه اپلیکیشن له لارې د سفر مفکوره وپېژندله او له ګرځندویانو سره یې اړیکه ونیوله. دا تجربه یې ژوند ته نوې لاره خلاصه کړه او هغه یې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې یوې له کم‌شمېره ښځینه لارښودانو وګرځوله. منیري له اسوشیټډپرس سره په خبرو کې ویلي: «موږ تل د افغانستان منفي اړخونه اورېدلي، رسنۍ، سرلیکونه، د خلکو خبرې، ټول یې پر ستونزو تمرکز کړی. خو افغانستان یوازې یوه څېره نه لري. کله چې ما خپله دومره ښکلا، طبیعت او د خلکو مهرباني ولیده، زما لید بدلون وموند. فکر کوم که نور خلک هم راشي، همدا احساس به ولري.» د سمیه ټورونه یوازې د ښځو لپاره دي؛ داسې ګرځندویانې چې د افغانستان ملي موزیم، د خیاطۍ کارخونې او د ښځو فرهنګي مرکزونه ګوري. د تنظیموونکو په وینا، د دې سفرونو هدف یوازې د افغانستان د بله اړخ ښودل نه دي، بلکې د افغان ښځو ملاتړ او د دوی غږ ته انعکاس ورکول هم دي. یوې ۸۲ کلنې استرالیایۍ ګرځندوی، «سوزان سندرال»، په کابل کې له خپلې متفاوتې تجربې خبرې کړي او ویلي یې دي چې د افغانانو له خوا په مهربانۍ او موسکا هرکلی ورته شوی. په همدې حال کې، «جکي بیروف» له شیکاګو، سره له دې چې د افغانانو مېلمه‌نوازي یې ستایلې، وايي: «زه پوره پوهېږم چې زما ازادي تر ځایي ښځو څو چنده زیاته ده.» په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي د ګرځندویو له نوي صنعت څخه د عوایدو سرچینه جوړه کړي، د ښځو اساسي حقوق په دغه هېواد کې سخت محدود شوي دي؛ نجونې له متوسطه او لوړو زده‌کړو محرومې دي، ښځې له کار، سفر او یوازې تګ راتګ بې برخې دي، رستورانتونه، پارکونه او ښکلا سالنونه پرې بند شوي، او د ښځو د ورځني ژوند هېڅ برخه د طالبانو له ایدیولوژیک کنټرول خوندي نه ده پاتې. په داسې فضا کې، ښځینه لارښودانې لکه سمیه منیري نه یوازې فرهنګي خدمتونه وړاندې کوي، بلکې په عمل کې د ښځو له عامه فضاوو د سیستماتیک حذف پر وړاندې یوه پټه، خو زړوره مبارزه هم تمثیلوي. زوي ستیفنز، چې د برتانوي ګرځندویې شرکت «کوریو تورز» له لارښود ښځو سره همکاري کوي، وايي: «د ښځو لپاره د ځانګړو سفرونو هدف دا دی چې د افغان ښځو د ژوند واقعي حالت له نږدې خلکو ته ور وپېژنو.» د نوموړې په وینا، دا سفرونه د ښځو له مرکزونو، د پخلي او ګلدوزۍ له ټولګیو څخه لیدنه لري، هغه ځایونه چې بهرني نارینه معمولاً ورته د ننوتو اجازه نه لري. په داسې حال کې چې طالبان د تعلیم، رسنیو، جامو او خوځښت له لارې هڅه کوي ښځې ګوښه کړي، سمیه منیري او ورته نورې ښځې د افغانستان یو بل تصویر وړاندې کوي؛ یو کوچنی، خو ژور پیغام: د داسې ښځو کیسه چې لا هم هڅه کوي ووینل شي، واورېدل شي او ونډه واخلي.

  • طالبان: په درې میاشتو کې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي

    Photo: Wakil Kohsar / AFP via RFI د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې یوازې په تېرو درې میاشتو کې، نږدې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال په جبري ډول له ایران څخه افغانستان ته بېرته استول شوي دي. دا شمېرې د چهار‌شنبې په ورځ (د زمري ۸مه) د دې وزارت د مسلکي چارو مرستیال عبدالرحمان راشد په یوه خبري ناسته کې وړاندې کړې دي. د نوموړي په وینا، په تېرو یو کال کې، له پاکستانه ۱۸۴ زره او له ترکېې څخه له ۵ زره زیات افغانان هم جبراً بېرته را استول شوي دي. یاد طالب چارواکی ادعا کوي چې ټول بېرته‌راستنېدونکي ثبت شوي او لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شوي دي. هغه دا هم ویلي چې د طالبانو د مشر د فرمان پر اساس، په ۲۹ ولایتونو کې د کډوالو لپاره ۳۸ ښارګوټي جوړ شوي دي. خو میداني مشاهدې او د خپلواکو بنسټونو راپورونه بله کیسه بیانوي؛ داسې ښځې چې له خپلو ماشومانو سره د سرحد په صحراوو کې یوازې پرېښودل شوي، او کورنۍ چې اړ دي په لنډمهاله خیمو، ورانو ګلي کورونو یا جوماتونو کې پناه واخلي. د افغان کډوالو له ایرانه ایستل لا هم دوام لري. ایراني چارواکو اعلان کړی چې تر اوسه یې له یو میلیونه ډېر افغان مهاجر ایستلي، او ټینګار کوي چې ټول بې‌سند افغانان باید له هېواده ووځي. اټکل کېږي چې په ایران کې د بې‌سندو افغان مهاجرو شمېر له دوو تر څلورو میلیونو پورې وي. په پاکستان کې هم وضعیت بحراني دی. د څه باندې یو میلیون افغان مهاجرو د استوګنې کارتونه ختم شوي، او د پاکستان حکومت تر اوسه د هغوی د تمدید په اړه پرېکړه نه ده کړې. دا ځنډ او بې‌سرنوشتي میلیونونه افغان ښځې او ماشومان د جبري ایستلو او ناڅرګند برخلیک له خطر سره مخ کړي دي.

  • په لوېدیځ کابل کې د «شرعي محرم» نه‌لرلو له امله د ښځو نیول

    Social Media محلي سرچینې په لوېدیځ کابل کې وايي چې د طالبانو ځواکونو نن چهارشنبه سهار (د زمري ۸مه) یو شمېر ښځې او نجونې د قلعه‌نو او د دشت‌برچي د شل‌متره سړک په سیمو کې د «شرعي محرم» د نه‌لرلو په تور نیولي دي. سرچینې زیاتوي چې دا نیونې شاوخوا د سهار شپږ بجې پیل شوي او تر اوسه دوام لري. د ښځو له خوا د ازاد تګ‌راتګ بندیز پرته له شرعي محرم څخه، هغه محدودیت دی چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د واک ته د بېرته‌راستنېدو وروسته پر ښځو او نجونو وضع کړی دی. دا ډله څو څو ځله ښځې یوازې د دې لپاره نیولي چې د نارینه‌وو له ملتیا پرته یې عامو ځایونو ته تګ کړی دی. تر دې وړاندې هم طالبانو د کابل په ښار نو سیمه کې څو ځلې ځوانې نجونې د «بدحجابي» په تور نیولي وې؛ یو اقدام چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي وو.

  • ۶۲ تنه د غزې په وروستیو بریدونو کې وژل شوي؛ ۱۹ تنه د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو پر مهال نښه شوي

    Photo: Jehad Chalde / Reuters, via Al Jazeera د اسراییلي پوځ د تازه بریدونو په پایله کې، لږ تر لږه ۶۲ فلسطیني وګړي د غزې په تراړ بند کې وژل شوي دي؛ چې له دې ډلې، ۱۹ تنه هغه مهال نښه شوي او وژل شوي دي چې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو لپاره په صف کې ولاړ وو. الجزیرې د سه‌شنبې په ورځ (د جولای ۲۹مه) راپور ورکړی چې دا بریدونه د درنو وسلو، چاودېدونکو روبوټونو او بې‌پیلوټه الوتکو له لوري ترسره شوي، او د عیني شاهدانو په وینا، دا د تېرو اونیو تر ټولو خونړۍ شپه وه. د غزې د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له پیله تر دې دمه، د جګړې قربانیان له ۶۰ زره کسانو اوښتي دي. دا په داسې حال کې ده چې لږ تر لږه ۱۴۷ تنه، چې ۸۸ ماشومان هم پکې شامل دي، د لوږې او ناوړه تغذیې له امله وژل شوي دي. د نړېوالې خوړو امنیت د درجه‌بندۍ سازمان (IPC) په خپل راپور کې ټینګار کړی چې «د قحطۍ تر ټولو بد حالت» دا مهال په غزه کې روان دی. د راپور له مخې، شاوخوا ۱۷ ماشومان له هر ۱۰۰ ماشومه، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د شدیده ناوړه تغذیې ښکار دي. یوازې د اپرېل له پیله تر جولای نیمایي پورې، تر ۲۰ زره ډېر ماشومان د شدیدې ناوړه تغذیې له امله روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي دي. بشري مرستندویه سازمانونه او د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي چې د غزې محاصره، پر غیرنظامي مرکزونو بمبار، بشري مرستو ته محدود لاسرسی، او د روغتیایي او لومړنیو خدماتو نظام سقوط، خلک د یوې «مرګونې مرحلې» پر لور بیایي. د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجراییه رییسې سیما باهوس ویلي چې شاوخوا یو میلیون ښځې او نجونې په غزه کې له یوه غیرانساني انتخاب سره مخ دي: «لوږه تېرول یا د خوړو د موندلو پر مهال د مرګ خطر منل». په دې منځ کې، نوزادان تر ټولو زیات له خطر سره مخ دي. ډاکتران وايي هغه ماشومان چې د ناوړه تغذیې ښکار شوي، یوازې هډوکي او پوستکی دي، او له قلبي ناکامۍ، د ویتامینونو له کمښت، عفونتونو او نورو خطرناکو روغتیایي ستونزو سره مخ دي. په داسې حال کې چې نړیوال فشارونه زیات شوي، د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د مرستو د مسیرونو د رامنځته کولو لپاره، به ورځني لس ساعته ځینې عملیات په ځانګړو سیمو کې ودروي؛ خو راپورونه ښيي چې بریدونه حتی د دې «وقفو» پر مهال هم دوام لري.

  • طالبانو یوه ښځه په دایکنډي کې شلاق وهلې ده

    Photo: REUTERS / Pajhwok News Agency د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې یوه ښځه یې د دایکنډي ولایت کې د «نامشروع اړیکې» په تور شلاق وهلې ده. د دې محکمې د خبرپاڼې له مخې، چې د سه‌شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) خپره شوې، یاده ښځه د دایکنډي د ښار د ابتدایی محکمې له خوا په یو کال بند او ۳۹ دُرو محکومه شوې وه، او دا حکم د طالبانو د سترې محکمې تر تأیید وروسته اجرا شوی دی. لازم یادونه ده چې د پراخو نړیوالو غبرګونونو او محکومیتونو سره سره، د طالبانو تر حاکمیت لاندې په افغانستان کې لا هم صحرايي محکمې او فزیکي سزاوې دوام لري. یادې ډلې له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې واک ته راستانه شوي، څو څو ځله ښځې او سړي د بېلابېلو تورونو، لکه «نامشروع اړیکې» او یا «غلا»، په عام محضر کې مجازات کړي دي.

  • ملګري ملتونه: له ایران او پاکستانه د مهاجرو جبري بېرته‌راستنېدنه د بشري بحران کچه لا لوړه کړې ده

    Photo: A. Majeed / AFP – Getty Images د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال له پیله تر د جولای ۱۹مې نېټې پورې، لږ تر لږه یو میلیون او ۵۴۱ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د دې راپور له مخې، یوازې له ایرانه یو میلیون او ۲۰۱ زره تنه راستانه شوي، چې ۴۶۰ زره تنه‌یې د جولای له لومړۍ نېټې تر ۱۹مې نېټې پورې افغانستان ته داخل شوي دي. په همدې موده کې، ۳۴۰ زره افغان مهاجر هم له پاکستانه راستانه شوي دي. اوچا خبرداری ورکړی چې د پاکستان حکومت د جولای په ۱۸مه پرېکړه کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې به د مهاجرو د پېژندپاڼو (پی‌او‌آر کارتونو) موده تمدید نه کړي، چې دا کار ښايي په راتلونکو میاشتو کې د مهاجرو د بېرته‌راستنېدو یوه بله څپه رامنځته کړي. په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه، له ۱.۴ میلیون ډېر کسان افغانستان ته راستانه شوي دي؛ له دې شمېر، یو میلیون له ایران او تر ۶۰۰ زرو ډېر له پاکستان څخه بېرته راغلي دي. د دې خبرپاڼې پر بنسټ، یوازې د حمل په میاشت کې، شاوخوا ۳۵۰ زره تنه له پاکستانه راستانه شوي، چې نږدې ۱۵۰ زره یې په جبري توګه ایستل شوي دي. د کډوالو عالي کمېشنرۍ د دې وضعیت په اړه د اندېښنې ترڅنګ خبرداری ورکړی چې له ایران او پاکستان څخه د یو میلیون افغانانو جبري بېرته‌راستنېدنه د افغانستان بشري بحران نور هم ژور کړی دی. یادې ادارې ویلي چې افغان ښځې او نجونې له بېرته‌راستنېدو وروسته له سختو محدودیتونو، تبعیض او ځورونې سره مخ دي. همداراز قومي او مذهبي لږکیان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان له جدي ګواښونو سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له پراخو اقتصادي ستونزو، ټولنیزو محدودیتونو او د دولتي ادارو له کمزوري ظرفیت سره لاس‌وګرېوان دی، او د بېرته‌راستنېدونکو پراخو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.

  • غزه؛ له ۵۹ زرو ډېر وژل شوي او د لوږې له امله د ماشومانو مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده

    Photo: Mahmoud Issa/Anadolu/Getty Images, published in CNN د فلسطین د روغتیا وزارت په غزه کې اعلان کړی چې د اسرائیل د جګړې له پیله، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه نېټه پیل شوې، تر اوسه لږ تر لږه ۵۹ زره ۸۲۱ تنه وژل شوي او ۱۴۴ زره ۸۵۱ نور ټپیان شوي دي. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د اسرائیل هوایي بریدونو ۸۸ تنه وژلي او ۳۷۴ نور یې ټپیان کړي دي. د قربانیانو ځینې جسدونه له کنډوالو را ایستل شوي، خو ډېر نور لا هم د ویجاړو شویو ودانیو لاندې یا په کوڅو کې پاتې دي او د ژغورنې ډلې د دوامداره بریدونو له امله نشي کولای هغو ته ور ورسېږي. د قحطۍ سیوری؛ ورو ورو مرګ په همدې موده کې، د غزې روغتونونو د شپږو نورو کسانو مړینه د ناوړه تغذیې له امله ثبت کړې ده. په دې سره، د لوږې او قحطۍ له امله د مړو شمېر ۱۳۳ تنو ته رسېدلی، چې ۸۷ یې ماشومان دي. نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د غزې د خوړو بحران اوس فاجعه‌بار پړاو ته رسېدلی دی. د رسمي شمېرو له مخې، یوازې له ۱۸ مارچ ۲۰۲۵ څخه تر اوسه، ۸۶۵۷ تنه وژل شوي او ۳۲ زره ۸۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي. پر مرستو اخیستونکو برید د غزې د روغتیا وزارت په خپل ورځني راپور کې ویلي چې یوازې په یوه ورځ کې، ۱۱ تنه د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال په برید کې وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي. په دې توګه، د بشري مرستو د ترلاسه کولو پر مهال د وژل شوو شمېر ۱۱۳۲ تنو ته رسېدلی او ټپیان له ۷۵۲۱ تنو اوښتي دي. د اسرائیل تاکتیکي اوربند؛ یوازې په درېیو سیمو کې د اسرائیلو پوځ نن یکشنبه (د زمري ۵مه) اعلان کړی چې په الماواسي، دیر البلح او د غزې ښار په سیمو کې به له سهار لسو بجو تر ماښام اتو بجو پورې لنډمهاله اوربند وي، تر څو د مرستو کاروانونو ته د تېرېدو زمینه برابره شي. سره له دې، نړیوال بنسټونه ټینګار کوي چې دا «تاکتیکي او محدود» اوربند نشي کولای دا پراخه بشري ناورین مهار کړي، پرته له دې چې مرستې په بشپړ ډول، دوامداره او پرته له خنډه ترسره شي. د یونیسف او د خوړو د نړیوال پروګرام خبرداری یونیسف اعلان کړی چې له دوو میلیونو ډېر خلک په غزه کې له سختې خوړو نه‌امنۍ سره مخ دي او له هر درېیو کسانو، یو تن یې ورځ تر بله بې له خوړو تېروي. همداراز، د ناوړه تغذیې ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړی چې ۴۷۰ زره کسان د قحطۍ په څېر وضعیت کې ژوند کوي او ۹۰ زره ښځې او ماشومان بیړني تغذیوي درملنې ته اړتیا لري. دغه بنسټ وايي چې د غزې د خلکو د خوړو د بشپړې اړتیا د پوره کولو لپاره، هره میاشت له ۶۲ زره ټُنه ډېر خوراکي توکو ته اړتیا ده، حال دا چې له می میاشتې راهیسې یوازې ۲۲ زره ټُنه وارد شوي دي.

  • د افغان محصلې نیول په ایران کې؛ سارا گوهري د تربت‌جام زندان ته انتقال شوې ده

    Photo: Hengaw حقوقي سرچینو راپور ورکړی چې سارا گوهري، د افغانستان یوه محصله چې په تهران پوهنتون کې د ټولنپوهنې زده‌کړې کوي، له څو اوونیو انفرادي بند وروسته د مشهد د استخباراتو له توقیف‌ځایه د تربت‌جام زندان ته انتقال شوې ده. رضا شفاه‌خواه، یو ایرانی مدافع وکیل، د یک‌شنبې په ورځ (د زمري ۵مه) په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې مېرمن گوهري تازه له تربت‌جام زندان څخه تماس نیولی دی. د نوموړي په وینا، د سارا گوهري قضیه د «د نظام پر ضد تبلیغ» تر عنوان لاندې د تایباد ولسوالۍ په څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې ده. تر دې وړاندې، د هه‌نگاو په نوم بشري حقونو سازمان راپور ورکړی و چې دا ۲۹ کلنه محصله د سرطان په ۱۵مه نېټه هغه مهال نیول شوې وه چې د میداني څېړنې لپاره د تایباد سرحد ته تللې وه، او وروسته د ایران د استخباراتو له لوري نامعلوم ځای ته انتقال شوې وه. سارا گوهري مخکې په خپل انسټاګرام کې لیکلي و چې د تایباد سرحد ته د تګ موخه یې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه څېړنه وه؛ په داسې حال کې چې هره ورځ زرګونه افغان مهاجر له ایرانه ایستل کېدل او ډېرو یې د ایراني مامورینو له خشونت‌ناک چلنده او ځورونې شکایتونه لرل.

  • په ایران کې د افغان ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی؛ یوه مور له خپلو درېو ماشومانو سره په تهران کې وژل شوې ده

    Image from Reuters as published by Vijesti د بشري حقونو سازمان «هه‌نگاو» راپور ورکړی چې یوه ۲۵ کلنه افغانه ښځه له خپلو درېو وړو ماشومانو سره په تهران کې وژل شوې ده. دغه سازمان د شنبې په ورځ (د زمري ۴مه) اعلان کړی چې دا پېښه شاوخوا لس ورځې وړاندې د تهران په مرتضی‌گرد سیمه کې رامنځته شوې ده. د هه‌نگاو د راپور له مخې، یاده ځوانه ښځه د چړو په ګوزارونو وژل شوې او درې واړه ماشومان یې خفه کړل شوي دي. ویل کېږي د دې ماشومانو عمرونه د دوو او پنځو کلونو ترمنځ وو. د دې ښځې جسد د جمعې په ورځ، لس ورځې وروسته له پېښې، هغه مهال وموندل شو چې د سیمې اوسېدونکو له پولیسو سره اړیکه ونیوله. هه‌نگاو زیاته کړې چې دغه ښځه د یوه افغان سړي دویمه مېرمن وه چې تازه افغانستان ته ستنی شوی و، او دا ښځه له خپلو ماشومانو سره یوازې په یوه کرايي کور کې اوسېده. په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان مهاجرو ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي. تر دې وړاندې هم د کبرا رضایي په نوم د یوې افغانې نجلۍ ټوټه شوې مړی په تهران کې موندل شوی و؛ یوه پېښه چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي وو.

bottom of page