top of page

د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته، طالبانو د ملګرو ملتونو د دې ادارې مسئولین احضار کړل
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي په افغانستان (یوناما) او د دې سازمان د بشري حقونو د دفتر د ګډ راپور له خپرېدو وروسته، چې په کې د هغو کسانو په اړه د طالبانو د انتقام یادونه شوې وه چې په غیرداوطلبانه توګه افغانستان ته ستانه شوي، د یوناما یو شمېر مسئولین دې وزارت ته احضار شوي دي.
Aug 112 min read


د آزادی او اندېښنې د ښځو بنسټ: په پنجشیر کې د برقع اجباري کول د طالبانو سختو تګلارو دوام دی
د آزادی او اندېښنې د ښځو بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تګ راتګ محدودول او د ښځو لپاره د برقع اجباري کول په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سختو تګلارو دوام دی او دغه کړنې د دیني ارزښتونو او نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
Aug 111 min read


تبعیدي افغان خبریالانو له پاکستانه د جبري ایستلو د بندېدو غوښتنه وکړه
له ویزو د تمدید د بندېدو او په پاکستان کې د نیونو د زیاتېدو سره، لسګونه افغان خبریالان چې له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته دې هېواد ته تښتېدلي، اوس د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
Aug 102 min read


د خوست کې د یوې نجلۍ او یوه هلک ځان وژنه
ځايي سرچینې په خوست ولایت کې وايي چې په دوه جلا پېښو کې یوه نجلۍ او یو هلک ځوان ځان وژنه کړې ده.
Aug 101 min read


bottom of page