top of page

د بشري حقونو د څار سازمان په نړۍ کې د ښځینه سیاستوالو پر وړاندې د پراخ تاوتریخوالي خبرداری ورکړ
د بشري حقونو د څار سازمان په نړۍ کې د ښځینه سیاستوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښونو او جنسیتي ځورونې په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه سازمان وايي، فزیکي بریدونه، جنسي ګواښونه او انلاین ځورونې د ښځو امنیت او سیاسي ګډون له خطر سره مخ کوي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له رسمي سیاسي ګډون څخه محرومې شوې دي.
23 hours ago2 min read


په بامیان کې د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د ۴۰ ښځو روزنه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې په بامیان ولایت کې ۴۰ ښځې د اروپايي ټولنې په ملاتړ، په یوه شپږ میاشتني پروګرام کې د څرمنو کڅوړو جوړولو او د مریو ګنډلو مهارتونه زده کوي. د دې پروګرام موخه د ښځو د حرفوي مهارتونو پیاوړتیا او د عاید ترلاسه کولو لپاره د فرصتونو برابرول دي.
23 hours ago1 min read


رویا سادات: عزیز دلدار په امریکا کې د نجونو د زدهکړو د حق په اړه د خبرو پر مهال سخت ټپي شو
افغان فلم جوړونکې رویا سادات وايي، چې مېړه یې عزیز دلدار د امریکا د ویرجینیا ایالت کې د نجونو د زدهکړو د حق په اړه د خبرو پر مهال له فزیکي برید سره مخ شوی او سخت ټپي شوی دی. د هغې په وینا، بریدګر نیول شوي او قضايي بهیر روان دی.
24 hours ago2 min read


له دوو میلیونو د زیاتو افغان کډوالو راستنېدل؛ ښځې او ماشومان له خطر سره مخ دي
د نړیوالې ساتنې کلستر راپور ورکړی چې له ۲.۸۵ میلیونو څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې راستنې شوې ښځې او ماشومان د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي، تبعیض، اساسي خدمتونو ته د لاسرسي له محدودیت او د ماشومانو له خطرناک کار سره مخ دي.
1 day ago2 min read


bottom of page