top of page

په هرات کې د زندهبانان مارکېټ ته د ښځو د ننوتلو مخنیوی
په هرات کې ولسي سرچینې وایي، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو زندهبانان مارکېټ ته د ښځو د ننوتلو مخه نیولې ده. هغو ښځو چې له زننیوز سره خبرې کړې، ویلي چې حتی د جامو او د کورنۍ د اړتیا وړ توکو د اخیستو لپاره هم د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې او د طالبانو له سپکوونکي چلند سره مخ شوې دي.
Aug 252 min read


د طالبانو پنځه کلنې واکمنۍ د پخواني حکومت له ښځینه کارکوونکو سره څه وکړل؟
واک ته د طالبانو له بېرته ستنېدو پنځه کاله وروسته، یو شمېر پخوانۍ دولتي کارکوونکې ښځې وایي، له ثابت معاش او اقتصادي امنیت څخه ټیټ عاید لرونکو کارونو، بېکارۍ، بېوزلۍ او د کورنۍ د ډوډۍ د برابرولو ورځنیو اندېښنو ته رسېدلې دي. د زننیوز دا راپور د کابل، بلخ او غزني د درېیو ښځو روایتونه دي چې د دندې له لاسه ورکولو وروسته یې ژوند بدل شوی دی.
Aug 254 min read


طالبانو په افغانستان کې هر ډول لاریونونه منع کړل
طالبانو په خپل تازه خپور شوي «د شرطې قانون» کې په ټول افغانستان کې هر ډول لاریونونه منع کړي دي؛ هغه اقدام چې د غونډو او مدني اعتراضونو پر ازادۍ محدودیتونه په رسمي ډول د دې ډلې قانوني چوکاټ ته داخلوي.
Aug 222 min read


پنځه کاله وروسته؛ هغه نجونې چې وایي ځواني او راتلونکی یې له لاسه ورکړی
د نجونو پر پوهنتوني زده کړو د طالبانو له بندیز نږدې څلور کاله وروسته، څلور افغانې نجونې زننیوز ته وایي چې له زده کړو محرومیت یوازې پوهنتون ترې نه دی اخیستی، بلکې د ځوانۍ کلونه، کاري فرصتونه او د راتلونکي یوه برخه هیله یې هم اغېزمنه کړې ده.
Aug 225 min read


bottom of page